د ژغورنې نړیوالې کمېټې (IRC) ویلي، چې پر اوکراین د روسیې برید په دغه هېواد کې د وګړو د مړینې او بې کوره کېدو لامل کېږي.
د دغه بنسټ اجرایي رییس دېویډ میلیبند پنجشنبه د فبرورۍ پر ۲۴ وویل، چې دا کمېټه په دې لانجه کې نړیوالو بشردوستانه حقونو ته د پاملرنې غوښتونکې ده.
د میلیبند په باور، لوی هېوادونه تل د ملګرو ملتونو قانون ته د خپلو تصمیمونو په برخه کې د اضافي لارو چارو په توګه چلن کوي.
هغه په دې اړه د خواشینۍ په څرګندولو سره زیاته کړه، چې د ارضي اختلافاتو د حل لپاره تاوتریخوالي ته مخه کول تل خلکو ته بې شمېره زیانونه اړولي دي.
له بلې خوا، د ژغورنې د نړیوالې کمېټې رییس وویل، چې دا کمېټه په اوکراین کې له زیانمنو او بېځایه شویو سره د مرستې لپاره خپلې سرچینې زیاتوي.
د هغه په وینا، دا بهیر به د نړیوالو بشردوستانه اصولو په رعایتولو عملي کړي.
د ویلو ده، چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین نن سهار پر اوکراین د دغه هېواد د برید پیلولو اعلان وکړ.
په کیف او د اوکراین په ځینو نورو ښارونو کې رسنیو او خبریالانو راپور ورکړی، چې وضعیت په بشپړه توګه نظامي دی او د توپونو د ډزو غږونه اورېدل کېږي.