۸صبح، کابل: د پاکستان د پلان او ودې وزیر ویلي، چې هېواد یې د افغانستان د بې ثباتۍ له امله زیانمن کېږي.
د پاکستان د پلان او ودې وزیر احسن اقبال چهارشنبه د چنګاښ پر ۲۲ په نیویارک کې په یوه خبري کنفرانس کې ویلي، چې په افغانستان کې له کلونو جګړې وروسته اوس د دې وخت رارسېدلې چې په دغه هېواد کې رښتینی ثبات رامنځته شي.
اقبال زیاته کړې، چې په افغانستان کې به بې ثباتي پاکستان د ګاونډي هېواد په توګه زیانمن کړی دی.
د پاکستان د پلان او ودې وزیر د نجونو د زده کړو پر حق د محدودیتونو له لګولو د اندېښنې په څرګندولو ویلي: «موږ ژمن یو چې د افغانستان له دولت سره تعامل وکړو او باوري یې کړو، چې خپلې پرېکړې بدلې کړي.»
پاکستان په افغانستان کې د طالبانو اصلي ملاتړی دی او له همدې امله هڅه کوي، چې له نړۍ سره د دې ډلې اړیکې ښې کړي.