• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۷ تله ۱۴۰۵ - ۲۹ سپتمبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

د داعش له خوا د کابل په پُل سوخته سیمه کې چاودنه؛ هېوادوال: پناه‌ځای نه لرو

امین کاوه امین کاوه
۳ غويی/ثور ۱۴۰۳ - ۲۲ اپرېل ۲۰۲۴ [t_time:1713792054]

د داعش خراسان څانګې د کابل ښار په پُل سوخته سیمه کې د شنبه ماښام چاودنې پړه منلې ده. دغې ډلې اعلان کړی چې په یو مسافر وړونکي موټر کې یې د یو ځای پر ځای شوي مقناطیسي ماین چاودنې په پاېله کې د طالبانو په ګډون لږ تر لږه ۱۰ کسانو ته مرګ‌ژوبله اړولې ده. طالبانو هم د دې چاودنې پخلی کړی او ویلي دي چې په یو مسافر وړونکي موټر کې د مقناطیسي ماین چاودنې له کبله یو کس وژل شوی او درې نور ټپيان شوي دي. دا سږ زېږدیز کال په کابل کې پر شیعه‌ګانو د داعش لومړنی برید ګڼل کېږي. افغان هزاره‌ګان او شیعه‌ګان بیا له دا ډول بریدونو څخه د اندېښنې په څرګندولو وايي چې طالبان د امنیت په ټينګښت کې پاتې راغلې دي. هغوی وايي چې په بشپړه بې‌پناهۍ کې راګیر دي او هېڅ بنسټ نه شته چې په وینا یې، خپلې امنیتي اندېښنې ورسره شریکې کړي. بل پلوه، په مخکیني حکومت کې د ملي امنیت لوی رییس ویلي چې افغانستان د نړیوالو ترهګرو په ټولنځای اوښتی او په خبره یې، د سیمې هېوادونه بیا د طالبانو له رژیمه اندېښمن دي.

د کابل شپږمې امنیتي حوزې اړوند په پُل سوخته سیمه کې د یوې نسبتاً قوي چاودنې وروسته طالبانو وویل چې په یو مارسډیز ډوله موټر کې د ځای په ځای شوي مقناطیسي ماین چاودنې په پاېله کې د دغه موټر موټران وژل شوی او درې نور ملکیان ټپيان شوي دي.

د داعش خراسان ډلې بیا د دغې چاودنې پړه منلې او ویلي دي چې د شیعه‌ګانو پر موټر په شوې چاودنه کې یې د طالبانو د غړو په ګډون لس کسانو ته مرګ‌ژوبله اړولې ده.

ورته مهال، یو شمېر افغان هزاره‌ګان او شیعه‌ګان د داعش له خوا دا ډول بریدونو ته د اندېښنې څرګندولو ترڅنګ پر طالبانو تور لګولی چې د امنیت په ټینګښت کې پاتې راغلي دي. هغوی ټينګار کوي چې خلک د دغې ډلې په واکمنۍ کې هېڅ پناه نه لري او په وینا یې، د طالبانو له وېرې ان د خپل رنځ او درد په تړاو غږ نه شي پورته کولای.

د کابل د دشت برچي اوسېدونکی قنبرعلي له ۸صبح ورځپاڼې سره خبرو کې وايي: «خلک بې‌پناه شوي. هېڅ بنسټ نه شته چې غږ مو واوري. هزاره وژنه روانه ده، یو ورځ یې داعش وژني، بله ورځ یې طالب وژني او بله ورځ یې ښايي بله ډله ووژني. فقط چې موږ د ترهګرو ډلو د وژلو لپاره پېدا شوي یو.»

جاوید چې په وینا یې څو وارې د کابل په لویدیځ کې د طالبانو د ځانمرګو بریدونو شاهد و، وايي: «د دغو بریدونو مخه به څوک نیسي؟ نن واک د هغه چا په لاس کې دی چې تر پرونه یې هزاره وژنه کوله. طالبان که په رښتیا د امنیت ټيګښت وړتیا لري او باټۍ ولي چې داعش ته یې ماتې ورکړې ده، څرګنده دې کړي.»

ورته مهال، د ټولنیزو شبکو کارن حسین علي عدالت داعش د هزاره‌ګانو د وژلو لپاره یو تحریفي او مجهول ادرس بللی دی. نوموړي لیکلي: «داعش یو مجهول او تحریفي ادرس دی چې هزاره‌ګان وژني. د تاوتریخوالي دا کړۍ چې د هزاره‌ګانو پر وړاندې له تبعیض او کرکې سره تړلې ده، څه باندې یو سل او دېرش کاله کېږي چې په بېلابېلو نومونو دوام لري. ډېر کسان د هزاره‌ګانو د وژنې لپاره داعشي فکر لري.»

یاسین رسولي د داعش دغه برید ته په غبرګون کې لیکلي: «د کابل په هزاره‌مېشته سیمه کې پر یو مسافر وړونکي موټر له چاودنې وروسته چې د داعش خراسان ډلې یې په ویاړ پړه ومنله، د پیوستون غږونه تت و. ډلې او سیاسي څېرې چې له هرې وړې او لویې پېښې وروسته د غندنې ټویټونه کوي، هم غلي دي چې کله کله مانالرونکي ښکاري او دا ډله یوه بل برید ته جدي کوي.»

اخوا، د افغان پخوانۍ ولسي جرګې غړي عارف رحماني بیا د داعش پر وړاندې د مقاومت او ازادۍ جبهو د مبارزې غوښتنه کړې ده. نوموړي لیکلي: «ایا د دې وخت نه دی رارسېدلی چې مقاومت او ازادۍ جبهې د هزاره‌ګانو نسل‌وژنې پای ته رسېدو لپاره په افغانستان کې د واکمنو ترهګرو پر وړاندې د مبارزې ترڅنګ، د داعش تکفیري ډلې پر وړاندې هم سیاسي، کلتوري او نظامي مبارزې پېل کړي؟»

دا په داسې حال کې ده چې په مخکیني حکومت کې د ملي امنیت لوی رییس احمد ضیا سراج ویلي چې په ایران، پاکستان او د سیمې په هېوادونو کې د ترهګریزو بریدونو د ډېروالي لامل، د بېلابېلو اورپکو ډلو لپاره په ټولنځای او روزنځای د افغانستان بدلېدل دي.

سراج پرون «د ازادۍ او ودې» په نوم جرګه‌ګۍ چې تازه په لندن کې د ځينو سیاسي او کلتوري څېرو له خوا جوړه شوې، د پرانېستلو په مراسمو کې ویلي چې د الشباب او بوکو حرام په څېر اسلامپالې توندلارې ډلې په افغانستان کې راټولې شوې او په وینا یې، د طالبانو واکمني بیا د سیمې هېوادونو لپاره په یوې ننګونې اوښتې ده.

داعش خراسان څه ډول ډله ده؟

د داعش خراسان څانګه په ۲۰۱۵ کال کې جوړه شوه او په ایران، پاکستان او افغانستان کې فعاله ده. دا ډله د داعش ترهګرې ډلې څانګه ده چې په سوریې او عراق کې یې سر راپورته کړی و او د دغو هېوادونو پراخه ځمکه یې تر ولکې لاندې وه.

په عراق او سوریې کې د داعش له ماتېدو وروسته د دغې ډلې زړي د افریقا، منځني ختیځ، مرکزي اسیا، سوېل‌ختیځې اسیا او د نړۍ په ګوټ ګوټ کې خپاره شوي دي. د داعش خراسان څانګې اړیکه بیا د دغې ډلې له اصلي برخې سره څرګنده نه ده؛ خو دواړه له یوې ايډیالوژۍ سره تړلې دي.

دغه راز د «ترهګرۍ نړیوال شاخص»، د سولې او اقتصاد موسسې کلنۍ خپرنې چې هڅه کوي د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د ترهګرۍ اغېز کچ کړي، ویلي دي: «د اسلامي دولت نومې ډله [داعش] د پرلپسې نهم کال لپاره توانېدلې چې په نړۍ کې د وژونکې ډلې په توګه پاتې شي او ډېر بریدونه وکړي.»

کارپوهانو ویلي چې د روان کال په اوږدو کې په ایران، ترکیې، افغانستان او روسیې کې د داعش بریدونه په نړیواله کچه د دغې ډلې د ځواکمنتیا ښکارندوي کوي. داعش د خپل ځواک په لومړیو کې د منځني ختیځ یوه برخه تر خپل کنټرول لاندې لرله چې د لږ تر لږه د لویې بریتانیا نیمايي مساحت و او د نړۍ له لسګونو هېوادونو یې لسګونه زره جنګیالي جذب کړي و.

دغې ډلې په جګړه کې د یرغمل شویو کسانو د سر پرې کولو او ژوندي سوځولو فلمونو په خپرولو هڅه کوله ملکیان ووېروي او په خپلو لیکو کې وینې ته د تږیو توندلارو د جذب په لټه وه. دغه راز، داعش ایزدي ښځې د کنیزې او مریۍ په توګه لیلامولې.

داعش تېره میاشت په کندهار ښار کې د یو ځانمرګي برید پړه ومنله. په دغه برید کې لسګونه کسانو ته مرګ‌ژوبله واوښته. دغې ډلې په افغانستان کې د طالبانو په څه کم درې کلنې واکمنۍ کې د لسګونو بریدونو پړه منلې ده چې له کبله یې لسګونو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

پر افغانستان د طالبانو له بیاواکمنېدو وروسته، داعش خراسان ډلې ته د نړیوالو پام ډېر شوی دی. دغې ډلې پر افغانستان د طالبانو د بیاواکمنېدو په لومړیو ورځو کې د کابل هوايي ډګر دروازې ته څېرمه مرګونې چاودنه وکړه چې په پاېله کې یې د ۱۳ امریکايي سرتېرو په ګډون ۱۷۰ ملکي افغانانو ژوند وبایله.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

د طالبانو واکمني او په سیمه کې د افراطي تفکر د پراختیا خطر
خبرونه

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت کلنی راپور؛ طالبان لا هم د القاعدې د غړو کوربه‌توب کوي

۲۳ ليندۍ/قوس ۱۴۰۳ - ۱۳ دسمبر ۲۰۲۴ [t_time:1734088453]
یونیسف: که اقدام ونه شي تر ۲۰۳۰ کال پورې به په کابل کې د ځمکې لاندې اوبه بشپړې وچې شي
خبرونه

یونیسف: که اقدام ونه شي تر ۲۰۳۰ کال پورې به په کابل کې د ځمکې لاندې اوبه بشپړې وچې شي

۸ لړم/عقرب ۱۴۰۳ - ۲۹ اکتوبر ۲۰۲۴ [t_time:1730205923]
د بریټانيې د بهرنیو چارو وزارت له خپلو وګړو غوښتي چې افغانستان ته له سفر ډډه وکړي
خبرونه

په منځني ختیځ کې کړکېچ؛ د افغانستان له اسمانه الوتنې ډېرې شوې

۱۸ تله/میزان ۱۴۰۳ - ۹ اکتوبر ۲۰۲۴ [t_time:1728492752]

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • د غزې د اوربند هوکړه؛ اسراییل په لومړي پړاو کې ۱۷۰۰ فلسطینیان خوشې کوي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • پنجشېر کې جګړه؛ د ۲۰ طالبانو مړي کندهار ته لېږدول شوي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په کندوز کې یو ډاکټر ووژل شو

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د ناروې د کډوالو شورا: زلزله‌ځپلو سیمو ته ژغورن‌ډلې لېږل شوې دي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په بدخشان کې واورې ورېدنې او شدید ساړه د درېیو ماشومانو ژوند اخیستی

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/10: گفت‌وگو با عایشه نوری
۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶
سخن زن/58: مخرج مشترک زنده‌گی مادران و دختران؛ حسرت درس خواندن
۹ زمری ۱۴۰۵ - ۳۱ جولای ۲۰۲۶
سخن زن/57: سوگ رویاهایی که به کانکور نرسیدند
۱ زمری ۱۴۰۵ - ۲۳ جولای ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.