د ایران اسلامي جمهوري د سیمې له جدي لوبغاړو نه دی. څو اړخیزې شخړې او پخوانۍ دښمنۍ لري. د ایران اسلامي جمهوري دولت د دې ترڅنګ چې څو دوستان او دایمي دښمن لري، موسمي دوستان او دښمنان هم لري. فلسطیني وسله والې ډلې، په لبنان کې د حزب الله او په سوریه کې د بشارالاسد دولت د ایران د دایمي دوستانو بېلګې دي. بل لوري ته، کولای شو د امریکا متحده ایالاتونو، اسرائیل او سعودي عربستان د دغه دولت د دایمي دښمنانو په توګه یاد کړو. د ایران د دولت یو شمېر څو موسمي دوستان، هغه ډلي دي چې عملا وسلوالې نښتې لري، لکه حزب الله او فلسطیني ډلي. په دې مینځ کې، له نورو سره د ایران د اسلامي جمهوري دوستي موسمي ده؛ یو وخت سره دوستان دي بل وخت دښمن. په افغانستان کې د طالبانو ډله، د دې ډلې روښانه بېلګه ده.
کله چې د طالبانو تحریک د پاکستان په ملاتړ او د سعودي عربستان په پیسو رامینځته شو او د پاکستان له لارې کندهار ته راغلل، د ایران اسلامي جمهوري له دې ډلې سره ښې اړیکې نه درلودې. د هغو سړو اړیکو یو له لاملونو، د طالبانو ایډیولوژي او ددې ډلې مذهبي عقیده وه چې په ایران کې د اسلامي جمهوري له ایډیولوژي سره په ټکر کې وه. دویم لامل او لږ جدي، له دې ډلې سره د سعودي عربستان مرسته وه چې د ایران پخوانی سیال و. کله چې د ۱۳۷۷ کال د زمري په ۱۷مه، طالبانو اته دیپلماتان او یو ایرانی خبریال د مزارشریف په ښار کې د دغه هېواد په کنسول ګرۍ کې ووژل، د هغوی اړیکه په روښانه دښمنۍ تبدیله شوه. د ایران دولت خپل پوځ د افغانستان پولې ته ورولېږل او پر طالبانو د برید کولو خبره کېده. سره له دې چې هغه لښکر راوتل د پولې تر شا پاتې شو او په یوه پوځي مانور محدود شو، خو له طالبانو سره د ایران د اسلامي جمهوري دښمني دوام وموند.
د سپټمبر د ۱۱مې پېښې نه وروسته چې د امریکا په مشرۍ نړۍوال ایتلاف د طالبانو تر کنټرول لاندې پر افغانستان برید وکړ، ایران له دغه ایتلاف سره همغږي ونه کړه او د طالبانو له رژیم نه یې ملاتړ وکړ. امریکا چې افغانستان ته راغله او دلته پاتې شوه، څو موده وروسته د ایران ترڅنګ یې پر عراق هم برید وکړ او هلته یې هم پوځي هده جوړه کړه. ایران چې د خپلو پولو دواړو خواو ته یې د امریکايي پوځیان دروند شتون ولید، په داسې خونړیو لوبو یې لاس پورې کړ چې د ټولو لپاره یې له غم نه ډکې پایلې پرېښودې. د ایران اسلامي جمهوري په عراق کې د وسلوالو ډلو په رامینځته کولو لاس پورې کړ چې یو شمېر د هغو یې په تېرو کلونو کې په مخامخ ډول د امریکايي ځواکونو پر وړاندې عملیاتونه ترسره کول او د هغو پر هډو یې بردونه کول. په افغانستان کې، هغه مهال طالبانو لږ لږ خپل تروریستي فعالیتونه پراخول. ایران چې د ۹۰ لسیزې په وروستیو کې د طالبانو د ډلې دښمن و او د پولې تر شا یې پوځي مانور په لاره اچوه، له هغه کال نه وروسته، د طالبانو مشرانو چې په پټنځای، پیسو، وسلې او د تروریست او ځانمرګي لپاره د ښوونیزو اردوګانو پسې ګرځېده، ایران هم د پاکستان په څېر دا ټول هرڅه د هغوی په واک کې ورکړل. نور موسم بدل شوی و او ددغو دوو دښمنانو ترمینځ دښمنۍ پای ته رسېدلې وه.
له ۲۰۱۴ نه راپدېخوا، بل دښمن سر راپورته کړ: د عراق او شام اسلامي دولت ( داعش) دغې ډلې په ډېرې چټکې د سوریې او عراق ښارونه یو په بل پسې په خپل کنټرول کې راوستل، په هماغه چټکتیا یې متحده او دښمن هېوادونه د خپل وړاندې ودرول. ایران چې په تېر کې یوځلي په افغانستان کې پر طالبان د امریکا د برید پرمهال له متحده امریکا سره یولاس شوی و، دا ځلي د داعش د دښمنانو په کتار کې ځلېدونکی رول ولوباوه. دغه هېواد چې د داعش له اصلي موخو هم و، په عراق او سوریه او حتی ایران کې د وسلوالو ډلو په جوړولو او د داعش پر وړاندې د جګړې په موخه سوریې او عراق ته د هغوی په لېږلو، خپل دښمن یې وځپه. هغه مهال، یو شمېر ایرانیانو د زیاتو پیسو د لګښت او له ګواښ سر د زرګونه تنو مخ کولو له امله، د ایران له دولت نه نیوکه وکړه. د ایران د دولتي چارواکو استدلال دا و چې که چېرې په سوریه او عراق کې د داعش پر وړاندې ونه جنګیږي، یوه ورځ اړ کیږي د ایران په خاوره کې د دغې ډلې پر وړاندې جګړه وکړي.
ایران چې هغه مهال په منځني ختیځ له امریکا او له متحدینو او سیالانو سره یې یوځای شوی و، هممهاله یې په افغانستان کې د افغانستان د خلکو دښمن او البته د امریکا د هغه مهال دښمن (طالبان) هم نازول او ملاتړ به یې کاوه. ویل کیږي چې په کلني ډول یې ۱۰۰ میلیونه ډالره دغې ډلې ته ورکول. سربېره پر دې، په ایران کې د طالبانو یو شمېر مشران په عصري کورونو کې چې اسلامي جمهوري له لوري ورته ورکړل شوي وو، ژوند کاوه، ښوونیز ځایونه یې درلودل او وسلې او جامې یې ترلاسه کولې. اوسمهال هم د ایران اسلامي جمهوري د القاعدې له مشرانو نه کوربتوب کوي او هغوی ته یې پناه ورکړې ده. له القاعدې او طالبانو تروریستي ډلو سره د ایران د سلامي جمهوري د دوستۍ ګډ ټکی، له امریکا سره د هغوی ګډه دښمني ده؛ ځکه د دوحې له تړون وړاندې، طالبان او امریکا د یو بل دښمن وو. په بل پړاو کې، له داعش سره د ایران او د طالبانو ګډه دښمني، دغه دوستي یې لا ټینګه کړې ده. په سیمه کې د فعالو تروریستي ډلو په مینځ کې، یوازې هغه ډله چې له طالبانو سره دښمني لري او له ننګونې سره ددغې ډلې د مخ کېدو وړتیا یې هم پیدا کړې ده، داعش دی. ایرانیانو داسې فکر کاوه چې له طالبانو نه په ملاتړ، ددې ترڅنګ چې کولای شي امریکایان له خپل څنګ نه لیرې کړي، له دغې ډلې نه د داعش پر وړاندې ګټه اخیستلی شي.
داسې ښکاري د داعش او طالبانو په اړه د ایران محاسبه یوه تېروتنه وه. نه طالبان د داعش د کنترول وړتیا لري او نه داعش له تهران نه لاس په سر کیږي. اساسا نه شو کولای تروریزم په تروریزم لمینځه یوسو. شونې نه ده چې له تروریستي ډلو ملاتړ وکړو، خو د تروریزم له شر او زیان نه په امن کې پاتې شو. د تروریزم بلا نن ورځ ټوله سیمه ګواښوي او هغه چې خپل ځان د تروریستي ډلو خاوند بولي، تروریسم به د هغه لمن ته هم ورسیږي، لکه څرنګه چې نن د پاکستاني طالبانو تحریک (ټي ټي پي) د پاکستان لمن نیولې ده او داعش د ایران لمن. ایران او پاکستان دواړه د طالبانو له اصلي ملاتړ کوونکو نه شمېرل کیږي او دواړه په یو شان محاسبو کې د طالبانو له ډلې نه ملاتړ کوي، خو په تېرو دوو کلونو کې چې طالبان پر افغانستان واکمن دي، پرلپسې د دغو دواړو هېوادونو امنیتي وضعیت خراب شوی دی. پاکستان چې د طالبانو د بنسټ ایښودونکي په توګه یادیږي، په تېره یوه نیمه لسیزه کې له بېلابېلو وسلوالو ډلو له ډلې ټي ټي پي سره په نښته کې دی. اسلام اباد داسې انګېرله چې له طالبانو نه ملاتړ به یعنی کله چې دوی واک په لاس کې واخلي، پاکستان سره د تي تي پي پر وړاندې جګړه کې مرسته وکړي؛ خو برعکس ټي ټي پي چې ځان د افغانستان د طالبانو له ډلې بولي، د طالبانو له بریا یې درس اخیستی او ډېر زیات جرئت یې پیدا کړی دی. اوسمهال په تېرو دوو کلونو کې، پاکستان تر سختو بریدونو لاندې دی او طالبان نه یوازې اسلام اباد سره مرسته کوي، بلکې ټي ټي پي ته یې پټنځایونه ورکړي دي. پاکستان ونشوای کړای په ښو او بدو ډلو د پاکستاني او افغان طالبانو په وېشلو، هغوی د یو بل پر وړاندې ودروي او د خپلې خاورې پر وړاندې ګواښونه کم کړي.
ایران چې په وروستیو کلونو کې له طالبانو نه په ملاتړ کې له پاکستان نه کم رول نه دی لوبولی، کېدای شي د قضیې دغه اړخ به یې نه و محاسبه کړی چې له طالباني تروریسم نه ملاتړ، داعشي تروریسم هم پیاوړی کوي. پر افغانستان د طالبانو واکمني، ټولو تروریستي ډلو ته یې دا انګېزه ورکړې ده چې هغوی هم کولای شي دولتونو ته ماتې ورکړې او خپل رژیمونه د خپلو عقیدو او مذهب له مخې رامینځته کړي. د تروریزم د پراختیا او له ایران نه د ۲۸ داعشي د نیولو د خبر خپرول او د دغه هېواد پر ښارونو او غونډو د ۳۰ تروریستي بریدونو د طرحو خنثا کولو په اړه د ایران د بهرنیو چارو د وزیر وروستۍ اندېښنې، دا ښيي چې له طالبانو نه د تهران ملاتړ، نه یوازې داعش یې کمزوری کړی، بلکې هغوی یې نور هم پیاوړي کړي دي. تر دې وړاندې په دې کچه د امنیتي ضد پراخ ګامونه د ایران په زړه کې د داعش له لوري په لاره اچول شوي نه وو. له تهران او څو ښارونو نه د لسګونه تروریستي بریدونو خنثی کول، ددې څرګندوینه کوي چې د تروریزم ګواښ له ډلې داعش خپل سیوری پر ایران هم غوړولی دی. که چېرې داعش وکولای شول د ایران په پلازمېنه کې په تروریستي برید لاس پورې کړي او هممهاله د ۳۰ بریدونو طرحه په دې هېواد کې طرحه کړي، په دې مانا ده چې تروریزم د ایران په خاوره کې عملا فعال دی او تر دې وروسته هم کولای شي دا ډول طرحې په لاره واچوي. دې ته په کتو چې تر دې وړاندې هم د ایران په خاوره کې د داعش له لوري دا ډول حرکتونه لیدل شوي، داسې ښکاري چې تهران د داعش تر هدف لاندې دی.
له طالباني تروریزم نه د ایران د اسلامي جمهوري دولت او څو نورو هېوادونو ملاتړ، داعشي تروریزم ته یې لوړه انګېزه ورکړې او د تروریسم سیوری د سیمې د خلکو پر سر له ډلې د ایران د خلکو پر سر غوړولی دی. تروریستي له مالي او تسلیحاتي او د پټنځایونو نه پرته دومره ځواکمن کېدلای نه شي چې په افغانستان کې یو دولت لمینځه یوسي او سیمه وګواښي او هممهاله په ایران کې د ۳۰ بریدونو طرحه په لاره واچوي. د تروریزم بلا چې خوله خلاصه کړي، دوست او دښمن به له ستوني تېر کړي.