۸صبح، کابل: ایران د دغه هېواد د اسلامي انقلاب محکمې له حکم وروسته څلور افغانان اعدام کړل.
د حالوش د راپور پر بنسټ، دا کسان پنجشنبه د وري پر ۳۰مه د مشهد په وکیلآباد زندان کې اعدام شوي دي.
دا څلور کسان چې دوه وروڼه هم په کې شامل وو، د نشهيي توکو د قاچاق په تور په تور اعدام شول.
حالوش د اعدام شویو کسانو نومونه زمان طاهري، سلام طاهري، غلام قادر ساماني او ابراهیم نورزهي یاد کړي دي.
یاد افغانان پر ۱۳۹۸ کال په مشهد کې نیول شوي وو او تېره چهارشنبه د وري پر ۲۹مه له عامه زندانه د وکیلآباد زندان یوې خونې ته ولېږدول شول.
په ایران کې د نشهیي توکو په تور د افغانانو اعدامول کومه نوې مسئله نه ده او ډېره پخوانۍ مخینه لري.
د ایران قضايي ارګان د تېرکال په سلواغې میاشت کې هم د بیرجند په زندان کې دوه افغانان اعدام کړل.
د يادونې ده چې طالبانو له ايراني لوري سره د بندي افغانانو د برخليک په هکله دوه ځلې خبرې وکړې؛ خو تر اوسه کومې پایلې ته نه دي رسېدلي.