د ایران د اطلاعاتو وزارت د دغه هېواد په کرمان ښار کې د شویو خونړیو چاودنو په تور د ۳۵ کسانو د نیولو خبر ورکړی دی.
د ایرنا خبري اژانس د راپور په حواله، د ایران د اطلاعاتو وزارت پنجشنبه د جنورۍ پر ۱۱مه د دغو چاودنو په تړاو د تورنو کسانو هویت خپور کړی دی.
په دې تړاو خپرې شوې ویناپاڼه کې راغلي: «د دغو چاودنو اصلي طراح او ملاتړ کوونکی په مستعار نوم عبدالله تاجیکي یو تاجیکستانۍ و.»
د ایران د اطلاعاتو وزارت ویلي: «دا کس د لیندۍ پر ۲۸مه په ناقانونه توګه د سیمهییزو قاجاقبرانو په مرسته له یوې مېرمنې او یوه ماشوم سره له جنوب شرقي پولو هېواد ته دننه شوی، کرمان ولایت ته تللی او د دغه ښار په یوې څنډه کې په اجاره شوي کور کې مېشت شوی دی.»
په ویناپاڼه کې زیاته شوې: «دا کس د عملیاتو د رهبري کولو سربېره د لاسي بمونو په جوړولو کې هم پوره پوهه لرله، دا بمونه یې جوړ کړل او له خونړیو چاودنو دوه ورځې وړاندې یې له ایرانه پښې سپکې کړې دي.»
د نوموړي وزارت په خبره، بل بریدګر ۲۴ کلن «بازیروف اسراییلي» د امانالله زوی د تاجیکستان هېواد تبعه و.
د ویناپاڼې په خبره، دا کس د تلګرام شبکې له لارې له داعش ډلې سره یو ځای شوی او وروسته د ترکیې له وان ښار څخه د ایران له لارې افغانستان ته تللی او په بدخشان کې له داعش سره یوځای شوی او د داعش څخه له روزنې وروسته ایران ته تللی دی.
د یادونې وړ ده چې څو ورځې وړاندې د ایران د سپاه پاسداران د پخواني قوماندان قاسم سلیماني په تلین کې دوو غبرګو چاودنو له ۹۰ ډېر کسان مړه او ۳۶۸ نور یې ټپيان کړل.
داعش ډلې له پېښې څو ورځې وروسته د دغو بریدونو پړه ومنله.