په یوه حیرانوونکې پیښه کې طالبانو په دې وروستیو کې د حزب التحریر غړو ته اجازه ورکړه چې په کابل او کندز کې غونډې وکړي. د دغو غونډو خپاره شوي عکسونه د حزب التحریر سلګونه غړي ښیي چې په یو ځای کې راټول شوي او د خپل ګوند د بیرغ ترڅنګ یې د طالبانو بیرغ هم پورته کړی دی. دا مسأله عجیبه ده ځکه طالبانو پخوا اعلان کړی و، چې د جمعیت اصلاح او حزب التحریر په ګډون به هیڅ کوم ګوند یا ډلې ته اجازه ورنه کړي چې د طالبانو د واکمنۍ تر سیوري لاندې فعالیت وکړي او ان په څو مواردو کې د طالبانو امنیتي ځواکونو د افغانستان په څو سیمو کې د حزب التحریر غړي ونیول. طالبان پردې سربېره چې له سیکولر ډلو وېره لري او د هغوی فعالیت د شریعت او دین لپاره ګواښ ګني، د اسلامپالو ډلو په اړه بدبینه دي او فکر کوي چې د طالبانو د حکومت په راتګ سره په هیواد کې د نورو اسلامي ډلو فعالیتونو ته اړتیا نشته، ځکه چې طالبان د دین ټول احکام رعایت کوي او د خدای شریعت ګام په ګام پلی کوي او دغه راز ګوند پالنه تفرقه او فتنه رامنځته کوي او د طالبانو نظم او ثبات له منځه وړي.
افغانستان یو جګړه ځپلی، بي وزلی او کمزوری هیواد دی. معمولاً کمزوري او بې وزلي هیوادونه د استخباراتي لوبو ډګر ګرځي، په تېره بیا که مهم جغرافيايي موقعیت ولري. څلویښت کلنې جګړې افغانستان تر بل هر وخت زیات د ګاونډیانو او د سیمې او له سیمې د اخوا قدرتونو د سیالۍ ډګر ګرځولی دی. په دې هیواد کې د بهرنیانو د نفوذ یوه لاره له کیڼ اړخو، ښي اړخو او منځلارو ایډیالوژیو او افکارو ګټه اخیستنه وه. له دې نه انکار نه کوو، چې زموږ په هېواد کې د دغو بهیرونو او ایډیالوژیو د ودې کورني شرایط تر بلې هرې جغرافیې زیات وو، خو د دغو بهیرونو په پیاوړتیا کې استخباراتي لوبې خورا اغېزناکې دي. د سړې جګړې په دې لړ کې کله چې پخواني شوروي اتحاد په هیوادونو کې د نفوذ لپاره مارکسېزم-لینینېزم وکارول، لوېدیځ هڅه وکړه چې د شوروي د نفوذ د پراختیا د مخنیوي لپاره د اسلامېزم په ګډون د مارکسیزم له مخالفو ایډیالوژيو ګټه واخلي. په دې برخه کې لوېديځوالو او په سر کې یې امریکا د اسلامپالو خوځښتونو ملاتړ وکړ او د هغوی د تمویل او تجهیز لپاره یې په ميلياردونو ډالر ولګول. البته، د شوروي اتحاد له ړنګېدو وروسته، له دې امله چې لوېديځ د اسلامپالو د ملاتړ لپاره کوم دليل نه پیدا کاوه، نو په ځینو مواردو کې ور سره لاس او ګریوان شو او د سپټمبر د يوولسمې په پېښو سره د اسلامپالو او لوېديځ ترمنځ اړيکې په بشپړه توګه خړې پړې شوې.
د دې خبرې د مطرح کولو موخه دا ده چې د بهیرونو او خوځښتونو د نقد او ارزونې لپاره یوازې د هغو کتابونو او لیکنو ته اشاره کول کافي نه دي چې د دغو بهیرونو له خوا خپاره شوي، بلکې دا هم اړینه ده چې د پردې تر شا پیښې هم په پام کې ونیول شي او پر پیچلي سیاسي او استخباراتي چاپېریال تمرکز وشي. په دې برخه کې د حزب التحریر د منتقدینو یوه ستونزه دا ده چې تل یې هڅه کړې چې دغه ګوند د هغه د متنونو او ادبیاتو له لارې وپېژني او د خپل وخت یوه شیبه هم د هغو شرایطو او فضا پر پېژندلو نه لګوي چې دغه ګوند پکې وده او پراختیا موندلې ده. یوه هغه پوښتنه چې باید مطرح شي او تر اوسه ورته ځواب نه دی ویل شوی دا ده چې ولې حزب التحریر په افغانستان کې د جمهوري نظام په لومړیو ورځو کې پراخ شو او کم لوستي خو احساساتي ځوانان یې د ځان شاوخوا ته راټول کړل؟ په داسې حال کې چې د دغه ګوند له جوړېدو څه باندې ۷۰ کاله تېرېږي. په افغانستان او د منځنۍ اسیا په هېوادونو کې د دغه ګوند د فعالیت د زور اخیستو وخت هغو کلونو ته نږدې دی چې طالبان له واکه لېرې شوي او لوېدیځ هېوادونه په افغانستان کې حضور لري او هڅه کوي چې په دې هېواد کې لوېدیځه ډیموکراسي بنسټیزه کړي او خلک د بشري حقونو له ارزښتونو او مډرنو مفاهیمو سره اشنا کړي. په همدې کلونو کې په میلیونونو نارینه او ښځینه زده کوونکي ښوونځیو او پوهنتونونو ته ولاړل، د هیواد اقتصاد ښه شو، د رسنیو ازادي په بې ساري ډول پراخه شوه، مدني ټولنه فعاله شوه، انتقادي تفکر وده وکړه او ځوانان په پرانېستې فضا کې له بېلابېلو افکارو او فکري مکتبونو سره اشنا شول.
د دې لیکنې د لیکوال لپاره لا تر اوسه د دې پوښتنې ځواب نه دی روښانه شوی چې د پردې تر شا کوم لاسونه دي چې د دې هېواد ځوانان او زلمي د حزب التحریر په لومه کې واچوي او دغه ګوند ته فرصت ورکړي چې د ډیموکراسۍ او بشري حقونو پر ضد زهرجن تبلیغات وکړي او منځلاري اسلامي خوځښتونه بدنام او تکفیر کړي او خلک پر زړو خیالونو بوخت کړي او د اسلامي خلافت د بیا احیا پر اړتیا خبرې وکړي او د اسلامي هېوادونو ټولې ستونزې د خلافت په نشتوالي پورې وتړي او په باطلو خیالونو سره ځوانان له داسې منډو ترړو راوګرځوي چې د ټولنې په ګټه او مصلحت وي. په همدې کلونو کې داسې کسان هم وو، چې پر دې یې ټینګار کاوه چې د حزب التحریر په څېر ډلې د استخباراتي سازمانونو له خوا رامنځته شوي او دنده یې دا ده چې شته بهیر ته زیان ورسوي او نیم ژواندې ډیموکراسي له منځه یوسي او د راډیکالیزم په ترویج سره د ځوان نسل ځواک داسې لارې ته وهڅوي چې د دغو پروژو د طراحانو اصلي غوښتنه وي. له دې سره سره ډېری خلک پر دې باور وو چې د پردې تر شا څه نشته او حزب التحریر یوه داسې ډله ده چې پر اسلام باور لري او که څه هم ښايي له تګلارې سره یې موافق ونه اوسو، خو د هغې په ريښتینولۍ او ښه نیت کې شک نه لرو.
هغه پیښې چې د پخواني رژیم د ړنګیدو وخت ته په نږدې موده کې وشوې دا په ډاګه کوي چې د جمعیت اصلاح او حزب التحریر په څېر ډلې د استخباراتي ادارو لاسپوڅې دي او په دغو کلونو کې یې دنده درلوده چې په تدریجي ډول واک ته د طالبانو د بیرته ستنیدو لپاره زمینه برابره کړي. حزب التحریر چې تل یې د سولې او له جګړې سره د مخالفت شعارونه ورکړي او خپلو موخو ته د رسېدو لپاره یې له سوله ییزو لارو د کار اخیستو خبره کوله، په عمل کې یې د معاصرې دورې د تر ټولو خونړۍ ډلې ملاتړ وکړ او خپلې ټولې هڅې یې د طالبانو د واکمنۍ پر ټینګښت متمرکزې کړې او خپله ایډیالوژی یې ټول وخت د دې ډلې په خدمت کې وکاروله. جالبه خبره دا ده چې طالبان د اسلامي خلافت د ادعا ملاتړ نه کوي، په داسې حال کې چې خلافت غوښتنه د تحریریانو اصلي مفکوره ده. دلته پوښتنه دا ده چې کوم عوامل د دې لامل شول چې حزبالتحریر له یوې داسې ډلې سره همکاري وکړي چې د دغه ګوند د اصلي مفکورې مخالفه ده او ملاتړ یې نه کوي؟ ایا د افغانستان تحریریان د سیمه ییزو استخباراتی سازمانونو لاسپوڅې دي او د حزب التحریر په نوم یې د طالبانو د راستنېدو لپاره عامه افکار چمتو کول؟
په افغانستان کې د حزب التحریر د فعالیتونو په اړه یو جالب ټکی دا دی چې دغې ډلې خپل فعالیتونه د افغانستان پر شمال او هغو سیمو متمرکز کړې وې چې ګومان کېده د طالبانو مخالفان پکې پراخ حضور لري. له طالبانو د دغې ډلې بې قید او شرطه ملاتړ څرګنده کړه چې د طالبانو پر ضد سیمو د دغې ډلې تمرکز سیټماټيک او پلان شوی و او د طالبانو د ډلې د بیرته ستنېدو لپاره د زمینې د برابرولو په موخه طرحه شوی و. حزب التحریر د طالبانو د واکمنۍ د رامنځته کېدو لپاره داسې سرښندنې وکړې چې د حیرانتیا وړ دي. حزب التحریر شعار ورکوي چې د تاوتریخوالي ضد خوځښت دی او د خپلو موخو د ترلاسه کولو لپاره له جګړې کار نه اخلي، خو کله چې شرایط برابر شوي، له تاوتریخوالي یې کار اخیستی دی. په سوریه کې حزب التحریر عملاً د بشار الاسد د رژیم پر ضد جګړې ته ولاړ او خپلې پخوانۍ خبرې یې نقض کړې.
له پخوا راهیسې د حزب التحریر د اصلیت په تړاو شکونه او پوښتنې موجودې وې او ځینې کارپوهانو دغه ګوند له استخباراتي سازمانونو سره تړلی ګاڼه. څو کاله وړاندې د سوریې یوه مشهور عالم محمد رمضان البوطي په یوه مقاله کې دغه ګوند د بریتانیا له سفارته د پیسو په اخیستلو تورن کړ او په دې اړه یې اسناد خپاره کړل. د حزب التحریر یو کار چې د پوښتنې وړ دی دا دی چې تل له منځلارو اسلامي ډلو سره مخالفت کوي او هغوی ته سپکې سپورې وایي او د ځوانانو افکار د هغوی پر ضد تحریکوي. دا ډله په ترکیه کې د رجب طیب اردوغان او د عدالت او پراختیا ګوند پر ضد سخت کمپاین کوي، خو د طالبانو په څېر بنسټپالو ډلو ته د دوستۍ او ورورګلوۍ لاس اوږدوي. د دغه ګوند په اړه بل حقیقت دا دی چې دا مهال په اسراییلو کې په ازاده توګه فعالیت کوي او په هغه هېواد کې یې فعالیت له کوم قانوني خنډ سره مخامخ نه دی.
ان که فرض کړو چې حزب التحریر په استخباراتي سازمانونو پورې تړلی نه دی او په خپلواکه توګه فعالیت کوي، د کار د غندنې لپاره یې همدا کافي ده چې د ځوانانو انرژي ضایع کوي او هغوی پر خیالونو او عبث کارونو بوختوي او د ژوند له واقعیتونو یې لېرې کوي. د دې تر څنګ په افغانستان کې د دغه ګوند د تورې کارنامې د اثبات لپاره همدا بسنه کوي چې د طالبانو د يوې تبليغاتي دستګاه په توګه عمل کوي او په يو ډول د خلکو د اساسي حقونو په تر پښو لاندې کولو کې ونډه لر