ویلای شو چې سوله د جګړې له نشتوالي او جګړه د سولې له نشتوالي رامنځته کېږي. په افغانستان کې سوله ییز ژوند ته د رسېدو خبرې له ډېرو ننګونو سره مخامخ وي. د څو لسیزو جګړو له امله، ډول ډول شرایط رامنځته شوي، چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو اترو ته پام د غور وړ دي؛ ځکه چې د دغو خبرو پایله، هغه تړون و، چې افغان حکومت پکې رول نه درلود، په داسې حال کې چې دا دولت د امریکا د ستراتیژیک ملګري په توګه یادېږي. له انساني او مالي اړخه د افغانستان پر جګړې ډېر لګښت راغلی دی. له انساني اړخه یې ملکیانو ته ډېر تلفات واړول او پر کورنیو بې ځایه شویو سربېره یې ګاونډیو هېوادونو په تېره بیا ایران او پاکستان ته د کډوالو بهیر ورمات کړی دی.
دغو شرایطو ته په پام سره، آیا د سولې شرایط به دوی ته اجازه ورکړي چې بیرته راشي او کاري فرصتونه پېدا کړي؟ په ځانګړې توګه منحل شوي شرکتونه او کارپوهان به بېرته راشي؟ د بیارغونې د لګښتونو په برخه کې د افغانستان مالي عایدات ډېر کم دي؛ آیا امریکا او لوی مرسته کوونکي لکه نړیوال بانک به په اساسي توګه مالي مرسته وکړي؟
د افغانستان جغرافیايي موقعیت تر دې دمه ډېر زبرځواکونه ځان ته رامات کړي دي. اوس هم د لویو ځواکونو ترمنځ د مهمې سیمې په توګه دی او آیا په دوامداره بې ثباتۍ کې به پاتې شي؟ ښايي اداري فساد یو له لویو هغو وي، چې د پرمختګ مخه یې ډب کړې؛ کومې لارې او سیاستونه د فساد په کموالي یا له منځه وړلو کې مرسته کولای شي؟ د کورنۍ جګړې د مخنیوي په موخه، کومې لارې چارې د طالبانو او وسله والو ډلو د بې وسلې کولو لپاره په پام کې ونیول شي؟
ولې ځواکمن هېوادونه په افغانستان کې په آسانۍ خپلو موخو ته رسېږي؟ ځواب آسانه دی: د افغانستان ځينې مشران د قدرت د ترلاسه کولو لپاره د لویو هېوادونو تر ملاتړ لاندې، ځواکمنو هېوادونو ته کار کوي. د دې لپاره چې وکړای شو په افغانستان کې سیاسي ثبات رامنځته کړو، اړینه ده، د افغانستان سیاسي مشران جوړ جاړي ته ورسېږي. د دې لپاره چې ددغې چارې په عملي کولو کې بریالي شي، د افغانستان لپاره به ځانګړې موخې، اخلاقي، روښانه او تلپاتې واک ترلاسه کړي او هېڅکله به نورو لویو قدرتونو ته پناه ور نه وړي.
په اوسني وخت کې د هېواد سیاسي مشران رقابتي، ځان محوره او په دفاعي توګه مذاکرو ته تیار دي، تر څو له واکه برخمن وي او په خپلو اوسنيو دریځونو کې پاتې شي. په ځلونو مو اورېدلي، چې افغانستان ستراتیژیک موقعیت لري. سمه ده افغانستان په ښه ځای کې دی، خو زموږ تحلیل بېل دی؛ ځکه باوري یوو چې تر ستراتيژيک موقعیت ورهاخوا یو بل څه هم شته، چې د نړیوال لیدلوري پراختیا او سیاسي ژمنیتا يې بولي.
افغانستان په سیمه کې له کمزورو هېوادونو څخه دی؛ ځکه چې مشران یې د سیاسي واک تږي دي او د ملت پرمختګ ته پام نه کوي. همدا دلیل دی، چې هر هېواد په آسانۍ خپلو موخو ته رسېږي او ښايي چې هر وخت دغه هېواد یوازې پرېږدي. په ورته وخت کې افغانستان له اقتصادي ننګونو سره هم مخ دی. سره له دې چې هېواد پراخې طبیعي زېرمې، ګاز، کاني مواد او تېل لري «د افغانستان طبیعي زېرمې له ټریلیون ډېرو ډالرې اټکل شوې دي» خو ناامنۍ، جګړې، د بېخ بنسټونو کمښت او د مشرتابه کمزوري، د دغو سرچینو د راایستلو امکان محدود کړی او افغانستان تراوسه د بېوزله هېوادونو په ډله کې شمېرل کېږي.
هر هېواد ښېګڼې او ستونزې لري، خو افغانستان دوه لویې ستونزې او نیمګړتیاوې لري، چې باید له منځه لاړې شي:
۱ـ سیاسي او تصادفي مشران چې ټول عمر په قدرت کې پاتې کېږي او یوازې خپلو شخصي ګټو ته ژمن دي.
۲ـ لکه څنګه چې مخکې هم وویل شول، په سیمه کې د افغانستان کمزوری ځای دی.
په افغانستان کې چې هر مشر واک ته ورسېږي، خپله اصلي دنده چې نن او راتلونکي ته د سیسټمونو جوړول، د اوسنیو ستونزو کمول او خلکو ته خدمت دی، له یاده باسي. پرځای یې، د شخصي ګټو لپاره قدرت انحصار کوي. له بده مرغه کله چې یو مشر واک ته ورسېږي، ستونزې ډېروي؛ ځکه چې په دودیز ډول فکر کوي او له هر څه مخکې، وړتیا ته له کتو پرته خپل خپلوان په مهمو دندو ګماري. همدا دلیل دی، چې وړتیا ته د قومي اړیکو په پرتله لږ اهمیت ورکول کېږي. که څه هم وړ کسان شته، خو د سیاسي مشرانو د قوم نه دي، ملي ګټې ورته مهمې دي او ارزښت ورکوي. ځکه دغو وګړو ته سیاسي مشران ارزښت نه ورکوي.
په افغانستان کې اوسمهال سیاست پر تجارت بدل شوی او ټول د سیاست تر سیوري لاندې په تجارت بوخت دي. که څه هم اړین کار شا ته پرېښودل شوی، ځکه نو ډېری خلک پر سیاستوالو او آن واقعي سیاست جوړونکو چې غواړي په هېواد کې بدلون راولي، باور نه کوي.
د سولې له مدیریت مخکې باید دغې پوښتنې ځواب ورکړل شي: چې ولې موږ په جګړه کې یوو؟
د افغانستان جګړه پنځه اړخه لري
۱ـ د مشرتابه ستونزه: د دې مانا دا ده چې افغان مشران له یو بل سره همغږي او یوه خوله نه دي او د واک د وېش په فکر کې دي.
۲ـ د سیمې یو شمیر هېوادونه په ځانګړې توګه پاکستان، په افغانستان کې ښکېل دي او هېواد بې ثباته کوي.
۳ـ لوی قدرتونه هم په سیمه کې خپل ځانګړي پروګرامونه لري.
۴ـ ځينې هېوادونه له ترهګرو او افراطي ډلو ملاتړ کوي.
۵ـ د خبرو اترو بهیر، د سیاست والو له خوا اداره کېږي.
هغه څه چې پورته یې یادونه وشوه، د افغانستان د ستونزې د حل لپاره لاندې وړاندیزونه کېږي:
۱ـ مشران وهڅول شي، یو داسې حکومت رامنځته کړي، چې هېڅ قومي ډله د واک یوازینی انحصار ونه لري. باید یو ولسمشر او څلور مرستیالان وي. په هرو دوو کلونو کې په جمهوري ریاست کې بدلون راشي. د حکومت د واک موده دې لسو کالو ته محدوده شي.
ولسمشرۍ دوه کلن ګرځېدونکی سیسټم د واک وېش په داسې ډول چمتو کوي چې په یوه قومي ډله کې د واک د انحصار مخنیوی کوي. دغه طرحه په ښه توګه د واک د وېش ستونزه حل کوي او ورته مهال د حکومت وخت او پیسې هم سپموي.
۲ـ امریکا دې پر پاکستان فشار راوړي، چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د سولې بهیر ته لار هواره شي. پاکستان طالبانو ته پناه ورکړې او د دوی د پوځ په توګه یې کاروي، په سیمه کې د بې ثباتۍ جوړولو له مهمو هېوادونو څخه دی او دا خبره څو نړیوالو سرچینو هم تایید کړې ده. که دا ستونزه حل نه شي، ژر یا وروسته به د ډېموکراسۍ لپاره په نړیوال ګواښ بدل شي، چې دا به په راتلونکي کې د نړۍ د مشرانو لپاره ښه میراث نه وي.
ولسمشر بایډن اعلان کړی، چې امریکا به بیا د نړۍ مشري واخلي. له همدې امله باوري یوو، چې دا موضوع د نړۍ په کاري لومړیتوب کې وي؛ که څه هم په سیمه او نړۍ کې د سولې راتګ ته په ځنډ پام شوی. امریکا دې له هغو هېوادونو چې د ترهګرۍ تر شا دي، ملاتړ نه کوي، په تېره بیا د هغو کړنو مخنیوی وکړي، چې ماشومان او بشري کارګر وژني.
۳ـ د یوه لوی ځواک په توګه په افغانستان کې د امریکا شتون، د ملګرتیا پرځای قوي اړیکې رامنځته کولی شي، څنګه یې چې په نورو هېوادونو کې رامنځته کړې، په سیمه کې د امریکا شتون د مصلحت وړ دی. په اوسني وخت کې دا یوه ستونزه ده، چې افغانان له خپل موقعیته ناخبره دي. که امریکا متقابلې ګټې رامنځته کړي، افغانان ترې په کلکه ملاتړ کوي. په افغانستان کې د دایمي سولې له ټينګېدو مخکې د امریکا وتل؛ ولسواکي او د ښځو او ماشومانو حقونه نه یوازې په افغانستان بلکې ټوله نړۍ کې تر ګواښ لاندې راولي.
۴ـ امریکا د یو زبر ځواک په توګه، ټول هغه هېوادونه، ډلې او وګړي تحریم کړي چې له ترهګرۍ ملاتړ کوي؛ دا بندیزونه اقتصادي، د وسلو اخیستو مخنیوی او… نور کېدای شي. که دا بندیزونه له پاکستانه پيل شي، ښه به وي؛ ځکه ټول پوهېږي چې پاکستان د ترهګرۍ ملاتړی او د هغوی امن ځای دی.
۵ـ د سولې مذاکرات د هغو له خوا چې د واک تږي او سولې ته اراده نه لري، ناشوني دي. مذاکره باید د بې پرې کارپوهانو په واسطه چې د سیاستوالو او مدني ټولنو له ملاتړه برخمن وي ترسره شي.
موږ باوري یو که امریکا پورته ذکر شوي موارد په پام کې ونیسي، د سولې بهیر به بریالی او په سیمه کې به ټیکاو رامنځته شي؛ ځکه چې افغانستان نه یوازې د ځان، بلکې د ټولې نړۍ لپاره د ترهګرۍ په وړاندې د دفاع لومړۍ کرښه ده. که په افغانستان کې سوله ټینګه نه شي، نړۍ او سیمې ته به لوی ګواښ وي.