یادونه: «په لیکنه کې راغلي نظرونه په لیکوال پورې اړه لري او مجله یې رد یا پخلی نه کوي!»
موږ له هېچا سره دښمني او خصومت نه لرو او نه يې کوو، ټول افغانان زموږ خويندې او وروڼه دي. ددې ټولنې د هر غړي نېکمرغي زموږ د زړونو آرمان دی.
موږ دا تمه نه لرو چې په طالبي افکارو او اعمالو به د اوږدې مودې له پاره وطن جوړ شي او يا به دا حکومت له جمهوري نظام او له ځانه دفاع وکړاى شي. موږ له خپلو ملي او مترقي دیموکراتو مبارزينو تمه او هيله لرو چې د نورو د ايديولوژيکو، دروغجنو او عوام غولوونکو شعارونو په لکۍ پسې منډې ونه کړي، خپله روښانه اصولي دریځ غوره کړي، يوه چا ته د ناحقه مشر ويلو پر ځاى خپل ځان، خپل شعار او خپل مدني ارزښتونه مطرح کړي، د عمل د يووالي په لارو فکر وکړي او خپلواک عمل وکړي.
دا ډېره مهمه نه ده چې څه دریځ غوره کوو، له چا سره ملګرتیا کوو او له چا سره مخالفت؟ په دې بحث او مشترکه پريکړه کولاى شو. خو دا بايد د خپلو اوږدمهاله موخو او اصولو څخه تېرېدنه نه وي، بلکې د هغو په رڼا کې او د ترلاسه کولو له پاره وي. موږ د خپل فعاليت اصول او د مبارزې ارزښتونه لرو او هغه بايد تل په پام کې ونیسو.
زموږ د سياسي طرحو او فعاليت بنسټ پر قومي، مذهبي، ژبنيو او محلي رقابتونو او تضادونو نه دى ولاړ. سوله، دیموکراسي، آزادي، ورورولي، برابري، ټولنيز عدالت، د قانون واکمني، ټولنيز پيوستون او داسې نور مدني او بشري منل شوي ارزښتونه زموږ د سياسي طرحو او فعالیتونو اساسي ستنې جوړوي.
زموږ د ملګرتيا او يو له بل سره د همکارۍ اصول د وينې شراکت، راسيسم، قوم پالنه او د ژبې او مذهب شراکت او يا د شخصي او ګروپي امتياز ترلاسه کول نه دي. موږ د «يو د ټولو او ټول د يوه له پاره» د پرنسيپ پراساس د خپلې ټولنې د عامه سوکالۍ او نېکمرغۍ له پاره کار کوو.
که مترقي قوتونه د کرزي او غني او يا نورو مذهبي او قومي ډلو شعارونه تکرار کړي او د هغوى د طرحو په پسمانده شخوند ووهي، په ټولنه کې يې د جوړښت او فعاليت اړتيا نشته. هر ګوند بايد د خپلو موخو او فعاليت ځانګړی پروفايل ولري او د ټولنې په عمومي سيستم کې يوه تشه ډکه کړي. که موږ دا کار ونکړو، د جوړښت اړتيا مو نشته.
د روڼ اندو طرحه بايد له دولتي او د مذهبي ګوندونو له طرحو څخه توپير ولري او دا توپير بايد خلک وويني او ټولنې ته څرګند وي.
موږ د اقليت و، خو خپله مستقله او له نورو څخه متفاوته طرحه دې ولرو!
موږ د اقليت و، خو نوښتګر او خلاق اقليت، نه دنباله رو اکثريت!
هغه مبارزين چې له خپل ځانه اصول لري، نن د يوه او سبا د بل په غېږ کې ځان نه اچوي او پرون د یوه او نن د بل ځواک «بلې ویوونکي» نه شي کېداى. تل د خپلو اساسي ارزښتونو سره کرښه تعقیبوي او د مبارزې په اوږده لار کې لنډمهاله ستونزې او ماتې يې نه شي غړولاى.
موږ چې هر دریځ ونيسو، خپل اصول بايد تر پښو لاندې نه کړو!
موږ چې هر تحليل کوو، بايد د خپلو منل شویو ليدلوریو او د خپلو اصولو او اهدافو په چوکاټ کې يې وکړو!
که غواړو چې په ټولنه کې رول ولرو او خلکو ته خدمت وکړو، د نورو د تقليد او پیروۍ پر ځاي بايد پخپله تخلیق او نوښت وکړو، د حوادثو په لکۍ پسې لاس وانه چوو، مخکښ واوسو او نوښتګره طرحه وړاندې کړو!
د ملي دیموکراتو او پرمختګ غوښتونکو ځواکونو دنده له اوسني حکومت څخه ننګه او يا طالباني افکارو ملاتړ نه دی، بلکې له وضعيت څخه په استفاده د خپلو ارزښتونو او اصولو تبليغ او د هغو د موفقيت له پاره عملي کار دی.
ملي، دیموکراتو، مترقي او د خلکو د خدمت تږیو روڼ انډو ته لازمه ده چې خپل ځانګړی الترناتيف جوړ کړي تر څو د سولې په پروسه او راتلونکي کې د خلکو په خدمت کې مناسب او اړين رول ولوبولى شي!