۸صبح، کابل: رویترز خبري آژانس راپور ورکړی، چې اسلامي هېوادونو د اسلامي همکاریو سازمان کې ژمنه کړې، ترڅو د افغانستان لپاره «بشردوستانه امانتي صندوق» جوړ کړي.
رویترز د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاهمحمود قریشي له قوله لیکلي، چې دا «امانتي صندوق» د اسلامي پراختیا بانک په ملاتړ جوړېږي. روښانه نه ده، چې دې صندوق ته د ځانګړې کړې پيسو شمېر څومره دی.
د اسلامي همکاریو سازمان ګډونکوونکو د ملګرو ملتونو، امریکا، اروپايي اتحادیې او جاپان په ګډون یوې ویناپاڼه کې ویلي، د اقتصادي پرځېدا د مخنیوي په موخه به افغانستان ته د کنګل شویو پيسو د لاسرسي اجازه ورکړي.
د اسلامي همکارۍ سازمان ګډونوالو کنګل شویو پیسو ته د افغانستان لاسرسی یا داچې دا پیسې به مخامخ د طالبانو سرپرست حکومت په واک کې ورکړل شي، څه ویلي نه دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو چارسمبالي حکومت میلیونونه بېوزله افغانانو ته د رسیدګۍ په موخه له نړیوالې ټولنې او امریکا د مرستې غوښتنه کړې، خو امریکايي چارواکو ویلی، چې د افغانستان ارزي زېرمو ته به طالبان لاسرسی ونه مومي.