۸صبح، کابل: کابل کې د جاپان سفارت له افغانستان سره د ۱۰۶ میلیون ډالري مرستې خبر ورکړی دی.
د جاپان سفارت ټویټرپاڼې سه شنبه د لیندۍ پر ۱۵ لیکلي، چې له افغانستان سره د دغه هېواد ۱۰۶ میلیون ډالري مرسته د بشردوستانه پروژو د پلي کولو په موخه ترسره کېږي.
کابل کې د جاپان سفارت اعلان کړی، چې له دې سره د طالبانو له واکمنېدو وروسته د دغه هېواد مرستې ۳۳۵ میلیون ډالرو ته رسېږی.
جاپان له هغو هېوادونو دی، چې د طالبانو له واکمنېدو مخکې او وروسته یې له افغانستان سره ډېرې بشري مرستې کړې دي.