۸صبح، کابل: پکتيکا او خوست کې له مرګونې زلزلې وروسته جاپان د دغې طبيعي پېښې له قربانيانو سره د بېړنۍ مرستې تياری ښوولی دی.
د جاپان دولت د کابينې د مشر مرستيال سيجي کيهارا پنجشنبه د چنګاښ پر دويمه خبري کنفرانس کې ويلي، دولت يې هوډ لري د افغانستان سويل ختيځ له زلزله ځپلو سره مرستې ته ودانګي.
نوموړي ويلي: «دمګړۍ يې دولت د بېړني ملاتړ لپاره د اړينو ګامونو د اخیستلو لپاره د همغږۍ او د سيمې د لومړنيو اړتياوو پر ارزونه بوخت دی.»
د طالبانو سرپرست حکومت هم له نړيوالو بنسټونو د بېړنۍ مرستې غوښتنه کړې ده.
په خوست او پکتيکا کې د وړمې شپې مرګونې زلزلې له کبله تر اوسه د سلګونه کسانو د مړينې راپور ورکړل شوی او دا شمېرې مخ په بره روانې دي.