د بریتانیا د هغې پرېکړې په اړه چې په دغه هېواد کې به پناه غوښتونکي رواندا ته لېږي، پناه غوښتونکو یې په غبرګون کې لاریون کړی؛ خو د بریتانیا لومړي وزیر ویلي، چې د دولت دا کړنلاره یې قانوني ده.
د رویټرز په حواله، د بریتانیا لومړي وزیر بوریس جانسن شنبه د جون پر ۱۸ ویلي، چې رواندا ته د پناه غوښتونکو د قانوني لېږد په اړه یې د دولت له کړنلارې ډاډه دی او له هغې ملاتړ کوي.
د بریتانیا محکمې تېره اوونۍ د سهشنبې پر ورځ یو امر صادر کړ، چې له مخې یې د پناه غوښتونکو له شړلو مخنیوی کوي؛ خو له دې پرېکړې سره لومړی وزیر موافق نه دی.
د بریتانیا لومړي وزیر خبریالانو ته ویلي: «موږ د هغه قانوني کار له کولو ډاډه یو او دغه سیاست ته به دوام ورکوو.»
د بریتانیا دولت اوکراین او افغانستان کې له بدلولونو وروسته ځینې پناه غوښتونکي له خوښې پرته رواندا ته ولېږل؛ خو د دا پرېکړه د پناه غوښتونکو له پراخو غبرګونونو سره مخ شوه.