پر اسراییل د ایران وروستي برید ته په غبرګون کې امریکا او بریتانیا پر دغه هېواد نوي بندیزونه لګولي دي.
امریکايي رسنیو پنجشنبه د اپریل پر ۱۸مه راپور ورکړی چې امریکا او بریتانیا اندېښنه لري چې پر اسراییل د ایران بېساری برید به په منځني ختیځ کې پراخې جګړې ته لمن ووهي.
د امریکا د خزانې وزارت د بهرنیو پانګو د کنټرول دفتر ۱۶ کسان او دوه ایراني بنسټونه په نښه کړي چې د ایراني بېپیلوټه الوتکو لپاره ماشینونه جوړوي او پر اسراییلو د برید لپاره کارول کېدای شي.
د دې ترڅنګ، بريتانيا هم د ايران د بېپيلوټه الوتکو او بالستيک توغنديو په صنعت کې دخیل څو پوځي بنسټونه، اشخاص او ادارې په نښه کړې دي.
بل پلوه، د امریکا متحدو ایالتونو ولسمشر جو بایډن ویلي: «د امریکا خزانې وزارت ته مې ویلي هغو بندیزونو ته دوام ورکړي چې د ایران پوځي صنعت ته لا زیان رسوي.»
پر اسراییل د ایران ډرون او توغندیز ګوزارونه له پراخو نړیوالو غبرګونونو سره مخ شوي دي.
له دې وړاندې د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي پر اسراییلو برید یو «تادیبي او محدود ګام» بللی و.