د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیرعبداللهیان خپل بریتانوي سیال ډيویډ کامیرون ته ویلي چې دغه هېواد په سیمه کې د کړکېچ زیاتېدو پلوی نه دی؛ خو په خبره یې، د اسراییلو ګواښ بېځوابه نه پرېږدي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت دوشنبه د اپریل بر ۱۵مه په یوې خپرې کړې خبرپاڼه کې د عبداللهیان او کامیرون ترمنځ د ټيلیفوني خبرو اترو خبر ورکړی دی.
عبداللهیان زیاته کړې: «د ایران اسلامي جمهوریت په سیمه کې د کړکېچ زیاتېدو هرکلی نه کوي؛ خو که اسراییلي رژیم د ګواښ په لټه وي، راتلونکی ځواب به مو سملاسي، توند او پراخ وي.»
نوموړي یادونه کړې چې د لویدیځې اسیا ناورینونه په اسراییلو کې رېښه لري.
بل پلوه، د ایران بهرنیو چارو وزارت د کامېرون په حواله لیکلي: «پر اسراییلو د ایران پوځي عملیات ډېر اندېښمنوونکي و او په سیمه کې د کړکېچ زیاتېدو لړۍ په برخه کې ارزول کېږي.»
د نوموړي په خبره، له تل ابیب به وغواړي چې له ځوابه ډډه وکړي؛ ځکه په وینا یې، نه غواړي څه چې وشول، یو ځل بیا په پراخه کچه پېښ شي.
دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې ډېوېډ کامیرون له اسراییلو غوښتي و چې غچ اخیستونکی برید ونه کړي.
نوموړي څرګنده کړې چې بريتانيا به پر تهران د نورو بنديزونو په لګولو غور وکړي.