د بریټانیا پارلمان روانډا ته د «ناقانونه» پناهغوښتونکو د ایستلو جنجالي طرحه تصویب کړې ده.
د اسوشیټېډپرېس د راپور پر بنسټ، دا طرحه سېشنبه د اپرېل پر ۲۳مه سهار مهال څو ساعته وروسته له هغې چې د بریټانیا لومړي وزیر ریشي سوناک د ناقانونه پناهغوښتونکو د ایستلو ژمنه وکړه، د پارلمان له خوا تصویب شوه.
په راپور کې راغلي چې دا طرحه به د روان کال په جولای میاشت کې عملي شي او په روانډا کې به د افغان کډوالو په ګډون د ناقانونه کډوالو دوسیې وڅېړل شي.
تر دې دمخه د بريټانيا مشرانو جرګې (اعیان مجلس) د پخواني افغان حکومت سرتېرو او د بریټانوي ځواکونو پخواني ژباړونکي روانډا ته د استولو څخه د معافيت په هکله رايه ورکړې وه.
ورته مهال، که چیرې د روانډا پناهغوښتونکي «ریښتیني ګواښ، قریبالوقوع او جدي نه جبرانېدونکي زیان» سره مخ کېږي، کولای شي د تجدیدنظر غوښتنه وکړي او بیا به محکمه په دې هکله پرېکړه کوي.
دا په داسې حال کې ده چې ګارډین ورځپاڼې د بریټانیا د کورنیو چارو په وزارت کې د خپلو سرچینو په حواله راپور ورکړی، هغه افغان کډوال چې د «ځای پر ځای کېدو برنامې» د شرایطو وړ وي، روانډا ته له لیست څخه به و ایستل شي.
د دې لایحې له مخې، د بریټانا حکومت به د پنځه کلن پروګرام پر بنسټ هغه پناهغوښتونکي چې دغه هېواد ته ننوځي، روانډا ته واستوي څو پناهغوښتنې ته یې رسېدنه وشي.