۸صبح، کابل: د افغانستان لپاره د امریکا سفارت شارژدافیرې کرن ډېکر د «ځمکې نړیوالې ورځې» په مناسبت ویلي چې افغانستان د اقلیمي بدلون پر وړاندې د مبارزې په سر کې دی.
ډېکر دوشنبه د غويي پر ۳مه په خپله اېکسپاڼه کې لیکلي چې د ځمکې نړیواله ورځ موږ ته رایادوي چې په خبره یې، د ځمکې کرې خوندي کول د ټولو دنده ده.
هغې زیاته کړې: «کوچني کارونه لوی توپیر رامنځته کوي او افغانستان د اقلیمي بدلون پر وړاندې د مبارزې په سر کې دی. راځي په ګډه کار وکړو؛ ترڅو د اقلیمي بدلون د منفي اغېزو مخه ونیسو او ښې راتلونکې ته وده ورکړو. که دا چاره موږ ونه کړو، نو څوک یې وکړي؟»
له دې وړاندې د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام (یواېنډيپي) ویلي و چې افغانستان له وچکالۍ او اقلیمي بدلونه کړېږي او باید له دغه هېواد سره د مرستې لپاره اغېزمن اقدامات وشي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرېش د ځمکې ورځې په مناسبت ویلي چې د ځمکې کره اقلیمي بدلون، د هوا ککړتیا او د ژوند تنوع ګواښي.
دا ورځ د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې د ځمکې او طبیعي زېرمو د خوندیتابه په موخه د خلکو د عامه پوهاوي کچې لوړولو په موخه نمانځل کېږي. د اوبـو، هـوا او خـاورې ککـړتیـا، دوامـداره وچـکالـي، د شینکړویزو ګازونو زیاتېدل، د ځنګلونو وهل او نورې ډیرې چـاپېـریالـي ستـونـزې بیا هغه ننګونې ګڼل کېږي چې د ځمکې کره ډېره زیانموي.