۸صبح، کابل: د افغانستان لپاره د امریکا سفارت شارژدافیرې کرن ډېکر ویلي چې د بشري حقونو مدافعان یې اتلان دي او په خبره یې، په دغه هېواد کې به هېڅکله هم د بدلون له ملاتړه لاس په سر نه شي.
ډېکر پنجشنبه د غويي پر ۶مه په خپله اېکسپاڼه کې لیکلي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په وروستي راپور کې د طالبانو له خوا پر ښځو، رسنیو او مذهبي لږکیو لګول شوي محدودیتونه ارزول شوې دي.
نوموړې زیاته کړې: «موږ هره ورځ له دغو محدودیتونو سره خپل مخالفت څرګندو. زه غواړم چې افغان ولس په دې پوه شي چې یوازې نه دي او موږ به هېڅکله هم د بدلون له ملاتړه لاس په سر نه شو.»
دا په داسې حال کې ده چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په خپل کلني راپور کې د ۸صبح ورځپاڼې د یو څېړنیز راپور په حواله ویلي چې په جوزجان، فاریاب او سمنګان کې بندیانې ښځې له شکنجې او جنسي ځورونې سره مخ شوې دي.
د راپور په حواله، په جوزجان، فاریاب او سمنګان کې د ټولو ۹۰ بندۍ ښځو له ډلې ۳۰ یې د طالبانو د غړو له خوا مېندوارې شوې دي.
دا په داسې حال کې ده چې ۸صبح ورځپاڼې پروسږکال «له شکنجې تر جنسي ځورونې او وژنې؛ د طالبانو په ښځینه بندخونو کې څه تېرېږي؟» په نوم یو راپور خپور کړ.
د دغه راپور په حواله، په جوزجان، فاریاب او سمنګان کې ښځينه بندیانې له ناوړه وضعیت سره لاس او ګریوانې دي.