د ایران ولسمشر سېدابراهیم رییسي ویلي چې تهران او اسلاماباد له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې ګډ دریځ لري او په خبره یې، دواړه هېوادونه په دې برخه کې هوډمن دي.
ريیسي دوشنبه د اپریل پر ۲۲مه د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف سره په یوې ګډې خبري غونډه کې ویلي چې دواړه هېوادونه به له مخدره توکو او سازمان شویو جرمونو سره د مبارزې برخه کې هم ګډ کار وکړي.
نوموړي یادونه کړې: «له بشري او انساني حقونو دفاع د دواړو هېوادونو د همکارۍ بنسټ دی، که هغه دوه اړخیزه، سیمهییزه یا نړیواله همکاري وي.»
هغه په لوړه کچه د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پراختیا پر دوام ټينګار کړی دی.
د ایران ولسمشر سېدابراهیم رییسي نن د یو لوړ پوړي سیاسي – اقتصادي پلاوي په مشرۍ د پاکستان پلازمېنې اسلاماباد ته رسېدلی دی.
له دغه سفر سره هممهاله، د دواړوه هېوادونو چارواکو د همکارۍ اته هوکړهلیکونه لاسلیک کړي دي.
د ایران ولسمشر داسې مهال پاکستان ته رسېدلی چې د روان زېږدیز کال په لومړیو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې له هغې وروسته ترینګلې شوې چې دواړو هېوادونو د یو بل پر خاوره هوايي ګوزارونه وکړل.