د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي د غزې پر رفح ښار د اسرائیل هوايي برید په افغانستان او عراق کې د امریکا له هوايي بمباریو سره تشبیه کړی دی.
کربي سېشنبې د مې پر ۲۸مه په یوې خبري ناسته کې ویلي چې د امریکا پوځ په افغانستان او عراق کې هم ورته برید کړی و.
هغه په ډاګه کړې ده: «موږ د عراق او افغانستان په څېر سیمو کې هوايي بریدونه کړي وو چې په غموونکي توګه د ملکيانو د تلفاتو لامل شوي یو او امریکا اسرائیل ته همداسې ځواب ورکړ.»
نوموړي زیاته کړې ده: «موږ د هغې جبران کړی دی. له هغې مو درس واخیست او د تکرار د مخنیوي لپاره مو خپلې کړنلارې بدلې کړې. دا هغه څه دي چې په دې مورد کې به [پر غزه د اسرائیل د عملیاتو له کړنلارې] زمونږ تمه وي.»
د روانې اوونۍ یکشنبه شپه پر رفح ښار د فلسطیني کډوالو پر کمپ د اسرائیل هوايي برید په پراخه او نړۍوالو کچه له نیوکو سره مخ شوی دی.