د کابل – کندهار پر لویه لار په ځانګړي ډول د میدان وردک په اړوند کې د ترافیکي پېښو د زیاتوالي له کبله مسافر له ګڼو اندېښنو سره مخ شوي دي. ځيني مسافر او موټروانان د ترافیکي پېښو له زیاتېدو اندېښنه ښيي او وايي چې پر دې لویې لارې مرګونې ترافیکي پېښې شوې دي. موټرچلوونکي بیا پر دې لویې لارې د دا ډول پېښو لامل د ترافیکي نښو نشتوالی او د ښيلاسو موټرو تګ راتګ بللی دی.
د کابل – کندهار پر لویه لار ځينو موټرچلوونکو له ۸صبح ورځپاڼې سره خبرو کې وویل چې په تېره یوه میاشت کې د دې لویې لارې اړوند په میدان وردک کې د مرګونو ترافیکي پېښو شاهدان و. د هغوی په خبره، په دې پېښو کې خلکو ته مرګ او ژوبله هم اوښتې ده.
ځینې هغه مسافر چې وخت ناوخت پر دې لارې تګ راتګ کوي، وايي چې د دغې لویې لارې د ځينو برخو له رغول کېدو وروسته، د موټروانانو ګړندی تګ او بېاحتیاطي هم د ترافیکي پېښو د رامنځته کېدو لامل دی.
ورته مهال، موټرچلوونکي بیا ادعا کوي چې د ترافیکي نښو نشتوالی او ښي لاسي موټر د ترافیکي پېښو د رامنځته کېدو په کچه کې ډېروالی راوستلی دی. دا موټرچلوونکي وايي که ترافیکي نښې ونه لګول شي، حالت به تر دې هم ناوړه کړي.
ورته مهال په میدان وردک کې د ترافیکو مدیریت ۸صبح ورځپاڼې ته وايي چې تېره یوه میاشت کې د دغه ولایت اړوندو سیمو کې ۲۶ ترافیکي پېښې شوې دي چې له کبله یې ۳۷ کسانو ته مرګ او ژوبله اوښتې ده.
کابل – کندهار لویه لار چې په تېرو کلونو کې د طالبانو د ځای پر ځای شویو ماینونو او دغه راز د پخواني حکومت له سرتېرو سره د نښتې پر مهال، له ملکیانو قرباني اخیسته؛ په وروستیو میاشتو کې د ترافیکي پېښو په کچه کې د زیاتوالي له کبله د مرګ پر لارې بدله شوې ده.
د میدان وردک اوسېدونکی وليګل چې پر دې لویې لار کې له ترافیکي پېښې ژوندی وتلی وايي: «پر سړک قیراچونه دوه خبرې لري. سمه ده چې موږ ژر رسېږو، خو د لویو مسافروړونکو موټروانان د خلکو له ژوند سره لوبې کوي، ډېر بېاحتیاطه دي. یو سهار کابل ته روان وم، په تخت کوتل(د کابل له لوري میدانښار ته د ننوتو دروازه) کې مخامخ زموږ پر موټر راغی. زموږ موټر کرولا وه، شپږ کسان سپاره و. موټروان مو اړ شو په هماغه سرعت موټر له سړکه ښکته وغورځوي. له موږ څخه یو کس شهید شو. دوه کسان ټپيان او درې نور چې د موټر په شاته څوکۍ کې ناست و، روغ پاتې شو.»
رضا د غزني اوسېدونکی دی چې د شخصي کاروبار لپاره وخت ناوخت کابل – غزني ته ځي راځي. نوموړی پر دې لویې لارې د ترافیکي پېښو له زیاتېدو ترهېدلی دی. رضا د موټرچلوونکو ګړندۍ تګ د ترافیکو پېښو لامل بولي. نوموړی وايي: «د سړک رغونه د دې پر ځای چې خلک اسوده کړي، اندېښنه یې ورته پېدا کړې. تر دا پروسږکال د سړک له خرابوالي څخه تر پوزې راغلي و؛ خو اوس هر ځل چې په دې لار ځم راځم مرګ په سترګو وینم. هر چلوونکی هڅه کوي چې ژر ورسېږي. د خلکو د ژوند غم ورسره نه شته.»
بلخوا، د کابل – غزني پر لار یو چلوونکي د نوم نه اخیستو په شرط ۸صبح ورځپاڼې ته وویل چې د دا ډول پېښو لوی لامل د ترافیکي نښو نشتوالی او ښيلاسو موټرو تګ راتګ دی. دا چلوونکی پر طالبانو نیوکه کوي او وايي چې د خپلو عوایدو د زیاتولو په موخه یې ښيلاسو چې د پاکستان لاس موټرو باندې هم پېژندل کېږي، د تګ راتګ اجازه ورکړې او په خبره یې، له همدې کبله ترافیکي پېښې زیاتې شوې دي. نوموړی زیاتوي: «سمه ده چې پېښې ډېرې شوې دي؛ خو تاسې وګورئ همدې سیمو کې چې سړک پوخ شوی، په څو برخو کې یې ترافیکي نښې لګېدلې دي؟ هېڅ نشته. د افغانستان لاس موټرو پرتله د پاکستان لاس موټر ډېر دي او ۹۰ سلنه پېښې هم د همدې موټرو له امله دي.»
ورته مهال، د میدان وردک د ترافیکو په مدیریت کې یوې سرچینې ۸صبح ورځپاڼې ته منلې چې تېره یوه میاشت کې د دغه ولایت په اړوند کې ۲۶ ترافیکي پېښې ثبت شوې دي چې له امله یې ۱۵ کسان مړه او ۲۲ نور ټپيان شوي دي.
د غزني له ولایتي روغتونه هم سرچینې مني چې تېره یوه میاشت کې د کابل – کندهار لویې لارې، میدان وردک او د غزني ولسوالیو کې د ترافیکي پېښو قربانیان دغه روغتون ته وروړل شوي دي.
د یادولو ده چې د کابل – کندهار پر لویې لار له هغې وروسته ترافیکي پېښې زیاتې شوې دي چې د دغې لارې ځینې برخې ورغول شوې. دا لار په تېرو کلونو کې د طالبانو او پخواني حکومت ترمنځ جګړو کې ویجاړه شوې وه. ټاکل شوې د دې لویې لارې پاتې برخې راروان کال کې ورغول شي.