د هلمند په مرکز لښکرګاه ښار کې د تېرې ورځې راهيسې سخته جګړه روانه ده.
د دغه ولایت، د ولايتي شورا رئیس عطاءالله افغان وايي، چې د لښکرګاه ښار ته نږدې په بشران، بولان، سره ګودر او عینک سیمو کې چې د ښار په دروازو کې موقعیت لري، د سلهوالو طالبانو او افغان امنیتي ځواکونو ترمنځ سخته جګړه روانه ده.
نوموړی وايي، د دغه جګړې له امله افغان امنیتي ځواکونو او وسلهوالو ته درانه تلفات هم اوښتي دي.
د ښاغلي افغان په وينا، له یادو سیمو څخه زیات شمېر خلک بې ځایه شوي چې اوس مهال د لښکرګاه ښار ته يې پناه راوړې او ځای پر ځای شوي دي؛ خو په وینا یې دولت د دوی سره د مرستې کولو لپاره څه په واک کې نه لري.
د ولایتي شورا رئیس وویل چې نن ماښام د لښکرګاه ښار ته د وضعيت د کنټرول په موخه تازه دمي افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه راغلي او هوايي او ځمکني عملیات یې پیل کړي او طالبان يې د محاصرې ماتولو ته اړ کړي دي.
دا په داسی حال کې ده چې د تېرو څو ورځو څخه د لښکرګاه – کندهار او کندهار – هرات لویې لارې د ټرافیکو پر مخ بندې دي.
د يادونې وړ ده چې د همدې نښتو پر مهال افغان ځانګړو امنیتي ځواکونو د هلمند په کونجک سیمه کې د طالبانو له یوه زندانه د عملياتو په ترڅ کې ۲۷ تنه بنديان ازاد کړي دي.
وسلهوالو لا تر دې دمه تر دې دمه د دغو د بریدونو په اړه څه نه دي ویلي.