د ترلاسه شویو شمېرو له مخې په تېرو شپږو میاشتو کې د بېلا بېلو دلایلو له مخې ۴۹ هېوادوالو خپل ژوند ته د پای ټکی ایښی دی. دې کسانو چې عمرونه یې له یو بل سره توپیر لري د هېواد په ۲۰ ولایتونو کې ځانونه وژلي دي. په دغو کسانو کې د ۱۵ځوانو او دوو تنکیو ځوانو نجونو په ګډون ۲۴ښځې شاملې دي. شته شمېرو ته په کتنې د روان لمریز کال په لومړۍ نیمايي کې د ۱۲ ځوانانو او ۵ تنکیو ځوانانو په ګډون ۲۵ نارینه وو هم ځانوژنه کړې ده.
ددې ځانوژنو اساسي لاملونه بې وزلي، بېکاري، کورنی تاوتریخوالی، زنا تور او رواني ناروغۍ بلل شوي دي. هېوادوال هم ناوړه اقتصادي حالت، کورنی تاوتریخوالی او اجباري ودونه ددې پیښې اصلي لاملونه بولي. دوی طالبان د ځوانانو، تنکیو ځوانانو او لوړ عمر کسانو د ځانوژنې مقصر بولي؛ ځکه د دوی په وینا، واک ته ددې ډلې له رسېدو راهېسې ډیری کسانو خپلې دندې له لاسه ورکړې او د ښځو له پاره ژوند محدود شوی دی.
دغه شمیرې د هغو پېښو پر بنسټ دي چې ۸ صبح ورځپاڼې راغونډې کړې دي او په رسنیو کې خپرې شوې دي. د طالبانو له لوري لګولو محدودیتونو ته په پاملرنې او په رسنیو کې د یو شمیر پېښو نه خپرېدلو سره کېدای شي د ځانوژنې پېښو د قربانیانو شمیر له دې هم زیات وي.
د هېواد وضعیت ته په پاملرنې واک ته د طالبانو رسېدل ددې لامل ګرځیدلي چې په افغانستان کې د ژوند شرایط ستونزمن شي. د بې وزلي زیاتوالی، د ښځو پر ازادۍ بندیزونه، د رواني ناروغیو ډیرېدل، له دې ټولو مهمه دا چې د راتلونکي ژوند څخه نهیلي، ددې لامل ګرځیدلي چې د ځانوژنې او یا دې کار ته د مخې کولو په برخه کې زیاتوالی راشي. ترلاسه شوې شمیرې ښيي چې کله ناکله داسې هم پېښ شوي دي چې افغانستان په ورځ کې د څو ځانوژنو شاهد واوسي. یو له دې څخه هغه مورد دی چې د روان کال د وږي په میاشت کې رامنځته شو، یوې ښځې، یوه ځوان هلک، یو سړي، یوې نجلۍ او یوې تنکۍ نجلې د هېواد په څلورو ولایتونو کې په یوه ورځ خپل ژوند ته پای ورکړ او ځانونه یې پخپله ووژل.
محمد نعیم یو هټیوال و چې د وږي په ۲۵مه یې د هلمند په مرکز لښکرګاه ښار کې ځان زندۍ کړ. په دې ولایت کې سرچینو رسنیو ته وویل چې دې کس له مودو راهېسې د «بارک» په مارکیټ پرچون فروشي درلوده او تر دې مهاله یې د ځانوژنې اصلي لامل نه دی په ډاګه شوی.
۴۰کلنې عایشې چې د اوو اولادونو مور وه، د وږي په ۱۹ مه په فاریاب کې ځان زندۍ کړ. په دې ولایت کې سرچینې وايي چې دې ښځې د اندخوی ولسوالۍ د «کوپلک» په کلي کې په خپل کور کې د کورني تاوتریخوالي له امله ځانوژلی دی. عیسی یو بل ځوان و چې د روان کال د وږي په ۱۶مه یې د اقتصادي ستونزو له امله د بدخشان مرکز فیض اباد ښار په پنځمه ناحیه کې خپل ژوند ته پای ورکړ. په دې ولایت کې سرچینې وايي چې له اقتصادي پلوه د عیسی له پاره د ژوند ناخوالو زیاتېدو وروسته هغه ایران ته د تګ تابیا ونیوله، خو کورنۍ یې په دې ونه توانېدله چې د سفر لګښتونه یې چمتو کړي. د سرچینې په وینا، عیسی له ژونده نهیلی شوی و او له همدې امله یې ځانوژنه وکړه.
د رستم په نوم یو بل ځوان د وږي په ۹مه په بلخ کې ځانوژنه وکړه. په دې ولایت کې سرچینو وویل چې رستم څو میاشتې بې کاره و؛ په داسې حال کې چې د کورنۍ نفقه هم د نوموړي په غاړه وه. د سیمې د اوسېدونکو په وینا، دې ځوان هلک له ناچارې ورځې ځان وواژه.
سرچینې زیاتوي چې له رستم څخه یو درې کلن زوی پاتې شوی دی.
ددې ترڅنګ په زیاترو ولایتونو کې ځوانو هلکانو ځانونه پخپله وژلي دي. د روان لمریز کال له پیله بیا تر دې مهاله څلورو ځوانانو ځانوژنه کړې ده. له دې ځوانانو څخه د یوه نوم نجیب الله او د تخار رستاق ولسوالۍ د قره دنګ کلي اوسیدونکی و. نوموړي ته نږدې سرچینې وايي چې دې ځوان ۱۲کاله عمر درلود او جوته نه شوه چې ولې یې ځانوژنه وکړه. د سیمې د اوسېدونکو په وینا، نجیب الله ځان زندۍ کړی و. د طالبانو سیمه ییزو مسوولین لا تر دې مهاله په دې اړه څه نه دي ویلي؛ خو د ځوانانو ځانوژنو لامل یې عصبي او رواني ناروغۍ بللې دي او ویلی یې دي چې د ځانوژنو په اړه یې څیړنې روانې دي، هغه څېړنې چې د وګړو له مرګ میاشتې وروسته یې هم لا پایله نه ده په ډاګه شوې.
پر دې سربیره ترلاسه شوې شمیرې ښيي چې په هېواد کې د دویم ځل له پاره د طالبانو واک ته رسېدو سره، د نجونو په منځ کې هم د ځانوژنې پېښې مخه په زیاتېدو دي. د ځانوژنو اصلي لامل لا هم په کره ډول نه دی په ډاګه شوی. د زیاترو وګړو په باور دا ځانوژنې د کورنیو ستونزو او تاوتریخوالي زیږنده دي. قمرګل یوه ځوانه نجلۍ وه چې په فاریاب کې یې ځانوژنه وکړه او لا هم معلومه نه ده چې ددې ځانوژنې لامل څه و. په فاریاب کې سرچینې وايي چې دا ۱۵کلنه نجلۍ د وږي په ۳مه د فاریاب شیرین تګاب ولسوالۍ اړوند د اسلام کلا په کلي ځان زندۍ کړی و. ددې ځوانې نجلې د ځانوژنې په اړه نور جزییات نه دي ترلاسه شوي.
له ترلاسه شویو شمیر داسې برېښي چې د ځانوژنې زیاتې پېښې په فاریاب کې رامنځته شوې دي. د شته شمیرو پر بنسټ د دریو ځوانانو او تنکیو ځوانو نجونو په ګډون دوو ځوانانو او اوو ښځو په تیرو شپږو میاشتو کې په فاریاب کې خپل ژوند ته د پای ټکی ایښی دی. په دې شمیرو کې د پنځو ځوانو نجونو او نارینه(یو ځوان او یو تنکي ځوان) په ګډون د شپږو ښځو ځانوژنه راغلې ده. له دې وروسته غور د څلورو ځانوژنو(درې نارینه او یوه نجلۍ)، بدخشان د یوه ځوان هلک او یوې ځوانې نجلۍ په ګډون د څلورو پېښو په درلودلو سره په درېیمه درجه کې راځي. دایکنډي د ځانوژنې د دریو پیښو(د وه ځوانان او یوه ځوانه نجلۍ) او بلخ د ځانوژنې د دوو پېښو(یو سړی او یو ځوان هلک) په درلودلو سره په څلور او پنځم ځای کې راځي، دغه راز په تیرو شپږو میاشتو کې په ارزګان ولایت کې دوو ځوانو نجونو، د هرات په زندان کې یوې ځوانې نجلۍ او یو دپوخ عمرسړي، په بامیانو کې دوو ځوانو نجونو، په نیمروز کې د دوو د پوخ عمر کسانو، په غزني کې دوو ځونانو، په کابل کې یو ځوان هلک، په کندهار کې یوې ښځې، په بادغیس کې یوه ځوان، په ننګرهار یوه ځوان هلک، په سمنګانو کې یوې ځوانې نجلۍ، په پکتیکا کې یوه ځوان هلک، په پکتیا کې یوه سړي او په کاپیسا کې یوه ځوان هلک ځانوژنې کړې دي.
د شمیرو له مخې له دې کسانو څخه اوو یې د کورنیو سختو ستونزو، شپږو یې دکورني تاوتریخوالي، څلورو یې د بې وزلۍ ، څلورو یې د عصبي ناروغیو ، دو یې له اجباري واده سره د مخالفت او یوه تن یې د زنا د تور له امله ځانونه وژلي دي. دغه راز ویل شوي دي چې دوو کسانو پرته له کوم دلیل ځانونه وژلي دي. سره له دې د ۲۳کسانو د ځانوژنې انګیزه لا هم نه ده په ډاګه شوې.
له ۴۹کسانو څخه چې په روان کال کې یې ځانوژنې کړې دي، ۲۵ کسانو یې ځانونه زندۍ کړي او نورو ۱۱ کسان بیا ځان په مرمۍ ویشتلی او خپل ژوند ته یې پای ورکړی دی. دغه راز دوو کسانو ځان ته اوراچولی، دوو نورو بیا د موږکو دوا خوړلي او له ژوند سره یې مخه ښه کړې ده. ددې مواردو ترڅنګ، یو کس زهر او یو بل بیا له حده زیات تریاکو په خوړلو سره خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. نورې اووه پیښې لا نه دي په ډاګه شوې چې ځانوژنه په څه ډول ترسره شوې ده.
خلکوهم ددې پرله پسې ځانوژنو په اړه غبرګونونه ښودلي دي. د دوی په باور بې کاري، اجباري ودونه، پر ښځو او نجونو بندیزونه، د راتلونکې څخه نهیلي او کورنۍ ستونزې ددې ځانوژنو اصلي لاملونه دي. د خواله رسنیو یو شمیر کارونکي له طالبانو شکایت کوي او وايي چې واک ته ددې ډلې په رسېدو سره، زیاترو نارینه او ښځینه وو خپلې دندې له لاسه ورکړې دي. د دوی په وینا، د نظام له بدلون سره د هېواد اقتصاد کمزوری شوی او ډیری خلک نه شي کولای دکورنۍ له پاره یوه ګوله ډوډۍ پیدا کړي.
دا په داسې حال کې ده چې د خپرو شویو راپورونو پر بنسټ، په بېلا بېلو ولایتونو له هغې جملې هرات او بادغیس کې خلک له ناچارۍ د خپل بدن غړي پلوري. دې ټکو ته په پاملرنې، خلکو وايي چې طالبانو ملت برمته کړی دی. د خلکو په باور طالبانو کاري فرصتونه محدود کړي او خپله هم په هېواد کې د کار روزګار موندلو وس نه لري؛ په زور له نجونو سره ودونه کوي او د مالیې او عشر په نوم له خلکو پیسې اخلي.
د نړیوالو سازمانونو څېړنې ښيي چې د طالبانو واکمنۍ په لومړیو شپږو میاشتو(د ۱۴۰۰ کال له زمري تر سلواغې) کې نیم میلیون خلکو خپلې دندې له لاسه ورکړې دي. ددې څېړنو پر بنسټ وړاندوینه شوې چې د طالبانو د واکمنۍ د یوه کال په پوره کېدو په هېواد کې شاوخوا یو میلیون خلکو خپل کارونه له لاسه ورکړي دي. دا په داسې حال کې ده چې افغانستان یو په وچه کې ایسار هېواد دی او تیرې څلور لسیزې په جګړه کې ښکیل و. په تیرو دوو لسیزو کې د هېواد اقتصاد د نړیوالو سازمانونو او نړیوالې ټولنې په مرستو ولاړ و. د تیر کال د زمري په ۲۴مه د امریکايي عسکرو په وتلو سره ددې مرستو زیاته برخه په ټپه ودرېده. د جمهوري نظام په وروستیو کلونو کې ، د هېواد کلني عواید یو میلیارد ډالرو؛ په داسې حال کې چې د دولت ملکي او نظامي بودجه شاوخوا اته میلیارده ډالر اټکل شوې وه. له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې مرستو په درېدو ملي اقتصاد له ستونزو سره مخ شو او له ۸۰ سلنې زیات وګړي له بې وزلۍ سره مخ شول. په اوسمهال کې ۱۹ میلیونه وګړي خوندي خوړو ته لاسرسی نه لري. له همدې امله په هېواد کې د ځانوژنې پېښو اصلي لامل بې وزلي بلل شوې ده.
له بل لوري زیاتره کسان چې په پخواني حکومت کې یې ملکي یا نظامي دندې درلودې د طالبانو له لوري له دندو ګوښه شول او پر ځای یې دې ډلې خپل کسان وګومارل. هغه نظامیان چې په پخوانۍ ملي اردو کې په خدمت بوخت و، اوس یې روزمزدورۍ ته مخه کړې ده. ارواپوهانو ویلي چې په هېواد کې د ژوند فشارونه او کورنۍ ستونزې د ځانوژنې اصلي لاملونه دي. د یادونې وړ ده چې په دې وروستیو کې د اجباري ودونو کچه هم لوړه شوې ده. په دې وروستیو کې یو شمیر کورنیو او ښځو طالبان تورن کړي چې دوی په زور له نجونو سره ودونه کوي. دا ډول ودونه بیا د کورنیو ستونزو او د ځوانو او تنکیو ځوانو نجونو د ځانوژنې لامل ګرځي.
له دې سره سره شته شمیرې ښيي چې د ۱۴۰۰ لمریز کال په دویمه نیمايي کې په هېواد د ځانوژنو کچه د ۱۴۰۰ کال د لومړۍ نیمايي په پرتله کمه وه. شمیرې ښيي چې د ۱۴۰۰ کال په دویمه نیمايي کې د هېواد په بېلا بېلو ولایتونو کې ۱۹ کسانو ځانوژنه کړې ده. دا شمیرې ښيي چې د هرې ورځې په تیرېدو سره د طالبانو تر واکمنۍ لاندې ژوند سختېږي او کېدای شي د خلکو د ځانوژنې کچه د یادو ستونزو له امله ددې کال په دویمه نیمايي کې زیاتوالی ومومي.