ولسمشر محمداشرف غني، تېره اوونۍ د ملي شورا په ځانګړې ناسته کې چې د دواړو جرګو غړو او سیاسي مشرانو هم پکې ګډون درلود، په تلویحي توګه یې د طالبانو پر وړاندې د جګړې اعلان وکړ. نوموړي په لومړي ځل طالبان وینه زبېښوونکي، مزدور او ظالمان یاد کړل. غني وویل، یا له طالبانو سره زنګون په زنګون مذاکره کوو یا يې په جګړه کې زنګنونه ورماتوو. ولسمشر غني دا څرګندونې په داسې حال کې وکړې، چې طالبانو د جګړې له لارې پر لویو او وړو ښارونو خپلو بریدونو ته دوام ورکړ. له دغې وینا یوه اوونۍ وروسته، غني چې کومې څرګندونې د طالبانو پر وړاندې وکړې، طالبان یې اوس د جمهوریت پر وړاندې عملي کوي. طالبانو په چټکۍ د هېواد د څو ولایتونو مرکزونه سره له تجهیزاتو او وسلو ونیول.
د طالبانو له لوري د ۲۰۰ ولسوالیو تر نیولو وروسته، دمګړۍ د هېواد په شمال او ختیځ کې څو ولایتونه د طالبانو تر ولکې لاندې دي. د تالقان، شبرغان، ایبک او سرپل ښارونه چې پخوا د مقاومت ځواکونو اصلي مرکز و او طالبانو ترې ښه خاطره نه لري، دغې ډلې لاندې کړي دي. د دغو ولایتونو سقوط د حکومت کار تر بل هر وخته ستونزمن کړی دی. که مذاکره وشي، طالبان به له دغو ولایتونو څخه د امتیاز په توګه ګټه واخلي.
طالبانو له امریکا سره هوکړه کړې وه، چې د امریکايي ځواکونو د وتلو په بدل کې پر لویو ښارونو برید نه کوي او پر ځای دې له دولت سره مذاکره وکړي او د جګړې د پای ته رسېدو په موخه دې سیاسي حللارې ته ورسېږي. اوسمهال پر ولسوالیو پر بریدونو سربېره، دغې ډلې په لویو ښارونو کې هم جګړې ته زور ورکړی دی. پر تخار، کندوز، شبرغان، هلمند او سرپل د طالبانو بریدونه ښيي، چې دغه ډله د مذاکرې او ډیپلوماټيک حل پر ځای، د پوځي برلاسۍ په لټه کې ده؛ تر څو حکومت تسلیمۍ ته اړ کړي.
د طالبانو هیله او پروګرام اوس ټولو ته جوت شوی او هغه تر وروستۍ سلګۍ جګړه ده. د امارت پروګرام تر کاملې فتحې پورې جګړه ده؛ خو د جمهوریت پروګرام سره له ډېرو امکاناتو او نړیوال ملاتړه، روښانه نه دی. حکومتي چارواکي خلکو او رسنیو ته یو څه وايي؛ خو په عمل کې بل څه رامنځته کېږي. طالبان له پرمختللو وسلو پرته، پرله پسې ولسوالیو او د ولایتونو مرکزونو ته سقوط ورکوي؛ خو جمهوریت د الوتکو، پرمختللو وسلو، ټانکونو او د امریکا بي – ۵۲ ډوله الوتکو له ملاتړ سره سره، تر خپل واک لاندې سیمې نه شي ساتلای. که د حکومت د جګړې په پروګرام کې بدلون رانه شي او حالت همداسې روان وي، حکومت ته به د مذاکرې پر مېز د ناندرۍ وهلو لپاره څه پاتې نه شي.
په داسې حالت کې چې لوی ښارونه د جګړو په اور کې سوځي او پکار ده چې حکومتي چارواکي د خلکو او هېواد ځمکنۍ بشپړتیا ته پام وکړي؛ د وسله والو قواوو اعلی سرقوماندان په سپینو جامو او ځانګړو تسبحو سره په موسکا او آرامښت سره ورزشي غونډې جوړوي او له خلکو سره لیده کاته کوي. روښانه ده، چې داسې مشر نه توانېږي، د یوې جنګي او پر ایډیولوژۍ سمبالې ډلې زنګنونه مات کړي. د امریکايي ځواکونو د وتلو بهیر له پيل او د طالبانو له پرمختګ څخه تر درېیو ډېرې میاشتې تېرې شوې. که څه هم حکومت او سیاستوالو د دې حالت وړاندوینه کړې وه؛ خو اساسي کار یې ونه کړ. د سیاسي یووالي په موخه خبرې اترې او د امنیتي ځواکونو تر څنګ د ولسي پاڅونوالو درېدل، هغه کار و، چې باید مخکې شوی وای؛ خو کله چې طالبانو ښارونه ونیول، ولسمشر د هېواد ژغورنې په موخه له سیاسي مشرانو سره ناستې پاستې شروع کړې.
طالبان اوسمهال حکومت له ښارونو شړي، دمګړۍ له ۲۰۰ زیاتو ولسوالیو او شپږو ښارونو کې طالبان جمهوریت ته د متعهدو ځواکونو پر ځای، واکمن شوي دي. په اوسني وخت کې طالبان په څو ولایتونو کې واکمن دي او افغان امنیتي ځواکونه له لاسه وتلو سیمو او ښارونو د بېرته نیولو لپاره تیاری نیسي.