د ترکیې په انتالیا کې له ۸۰ ډېر کارپوهان، د بشري حقونو فعالان او ډیپلوماتان په افغانستان کې د ښځو، مدني فعالیتونو، رسنیو او خلکو د واک او حاکمیت وضعیت د ارزونې او خبرو اترو په موخه راټول شوي و. ګډونوالو په ګڼو ناستو کې د واک پر سر شخړو، د خلکو حاکمیت د تامین، ځواب ورکوونکی او د وګړو په خوښه نظام او پر وړاندې یي د ننګونو په اړه خبرې کړې دي. دغو کارپوهانو د غونډې په وروستیو ورځ د افغانستان «د مدني ټولنو یوې ګډې ټولنې» پر جوړولو هوکړه کړې. د دې ټولنې د جوړولو موخه په افغانستان کې دننه او بهر «د مدني فعالیتونو همغږي کول» ښودل شوي دي. د غونډې ګډونوالو داسې مهال تر یو چتر لاندې د مدني فعالیتونو پر همغږۍ ټينګار کړی چې طالبان په هېواد کې هېڅ ډول سیاسي، مدني او انتقادي فعالیت ته اجازه نه ورکوي. طالبان خپل نیوکګر پر مرګ ګواښلي او په وار وار یې په شفاهي ډول د هغوی د وژنې فتوا صادره کړې ده. د مدني او بشري حقونو ځيني فعالان وايي چې دا ډول غونډې د طالبانو په مدنیت ځپلي حاکمیت کې په هېواد کې د مدني ارزښتنو لپاره یو غږ دی؛ خو په خبره یې، په هېواد کې دننه هم باید مدني او اعتراضي مبارزو د دوام لپاره یوه لار په پام کې ونیول شي.
«د جنیوا – پرمختګ ډیالوګ مرکز» په نوم یو بنسټ، له هېواده دننه او بهر څه باندې ۸۰ کارپوهان، مدني او د بشري حقونو فعالان، ډيپلوماتان او خبریالان د ترکیې په انتالیا کې د خبرو اترو درېیم پړاو دوه ورځنۍ غونډې ته راغوښتي و، څو «د افغانستان پر بنسټيزو مسایلو» خبرې اترې وکړي. د دغه ډیالوګ ګډونوالو په ګڼو ناستو کې د هېواد پر سیاسي، مدني، رسنیز او بشري حقونو وضعیت خبرې اترې کړې دي.
په سویس کې د افغانستان سفیر او «د جنیوا – پرمختګ ډیالوګ مرکز» تنظیموونکي نصیراحمد اندیشه له رسنیو سره په خبرو کې د دغې غونډې موخه «د سیاست، ټولنې او اقتصاد په چوکاټ کې د خبرو دا اترو لړۍ د افغانستان پر بنسټيزو مسایلو خبرې بللې ده.»
«د جینوا – پرمختګ ډیالوګ مرکز» درېیمې غونډې کې ویل شوي چې د افغانستان د راتلونکې لارې د ارزونې موضوع پېچلې او څو اړخیزه ده. د دغه ډیالوګ په ناستو کې د «سیاست، ولسي حاکمیت، د خلکو ګډون، حساب ورکولو، د واک کنټرول او انډول، ټولنه، د مدني ټولنې بیاتعریف، د افغان ښځو د نوي خوځښت، ښاري خوځېدنه د کلیوالي پر وړاندې، د پرمختلونکو ایډیالوژیو پر وړاندې محافظهکاره» په اړه خبرې اترې شوې دي.
د ډیالوګ یوې ګډونوالې فرشتې کارګر د ښځو او نجونو، لږکيو او معلولیت لرونکو وګړو د ځواکمنېدو غوښتنه کړې چې د طالبانو له خوا څنډې ته شوي دي. نوموړې ټينګار کړی چې په افغانستان کې دې ښځو ته فزیکي او ډيجیټلي لاسرسی برابر شي.
یو بل ګډونوال نجیب پیکان زیاته کړې چې مدني فعالان دې اصلاحات رامنځته کړي. د نوموړي په خبره، دا فعالان دې د اعتراض او بدلون رامنځته کولو مېړانه ولري. هغه له مدني فعالانو وغوښتل: «لومړی راشئ له ځان بیا له ملت سره صادق واوسو. هر افغان کولای شي یو مدني فعال وي.»
دا ډیالوګ داسې مهال د مدني، بشري حقونو، رسنیزو فعالانو او سیاسي کارپوهانو له لوري جوړ شوی و چې طالبانو په څه باندې دوه نیم کالو کې په افغانستان پر ټولو مدني او سیاسي فعالیتونو بندیز لګولی دی. طالبانو په وار وار خپل سیاسي مخالفان او نیوکګر چې نیوکې پرې کوي، په مرګ ګواښلي او د هغوی د وژنې فتوا یې ورکړې ده. تازه د طالبانو یو لوړپوړي چارواکي ویلي چې دین نیوکګرو ته اجازه نه ده ورکړې چې د والیانو او وزیرانو په ګډون پر طالب چارواکو نیوکې وکړي.
په افغانستان کې یوه معترضه مېرمن چې نه غواړي نوم یې یاد شي له ۸صبح ورځپاڼې سره خبرو کې وویل چې د دې ډول ناستو ترسراوی د طالبانو «خوب» ګډوډوي. نوموړې زیاتوي: «که څه هم دا ډول ناستې په داسې وضعیت کې جوړېږي چې هر څه د طالبانو تر کنټرول لاندې دي، د کوم بدلون څرګنده تمه ترې نه کېږي؛ خو طالبان هم ناارامه کوي او ارامه خوب یې ګډوډوي.»
دا معترضه مېرمن ټينګار کوي چې په جلاوطنۍ کې مدني او سیاسي فعالیتونه د افغانستان د ډيموکراتیکي او پرمختللې راتلونکې لپاره یوازینۍ هیله ده؛ خو په خبره یې، په هېواد کې د بدلون لپاره نړیوالو فشارونو او په کور دننه فعالیت ته اړتیا لري چې مخالفان او نیوکګر ترې بېبرخې دي. نوموړې زیاتوي: «دمګړۍ په هېواد کې سیاسي، مدني او بشري حقونو فعالان په ناوړه او تیاره وضعیت کې ژوند کوي او دا ډول غونډې کولای شي هغوی ته چې غږ یې چوپ کړای شوی دی، د زړه قوت ورکړي.»
ورته مهال، په افغانستان کې یو شمېر مدني فعالان چې دمګړۍ یې د طالبانو د پلټنې له وېرې خپلې فیسبوکپاڼې غېرفعالې کړې دي، وايي چې د دا ډول غونډو ترسراوی به د طالبانو په پالیسو کې بدلون رامنځته نه کړي. د هغوی په خبره، د طالبانو تر واکمنۍ لاندې مدني فعالیت ناممکن دی او اوسمهال سیاسي او مدني غوښتنې یوازې د کاغذ پر مخ پاتې کېږي.
په افغانستان کې مدني فعال فردوس (مستعار نوم) وايي: «وضعیت دومره بوږنونکی دی چې له ملګرو او د کورنۍ له غړو سره هم خبرې ډارونکې دي. طالبانو جاسوسان استخدام کړي او په کلکه د ټولنیزې فضا څارنه هم کوي. رسنۍ یې سانسورې کړې دي. په دې وضعیت کې ښايي له هېواده غږونه پر طالبانو فشار راوړي؛ خو د مدني مبارزو د دوام او بدلون لپاره باید په کور دننه پانګونه وشي او مدني مبارزې ته دې داسې لارې چارې چې د بدلون او طالب د شړلو لامل شي، وسنجول شي.»
طالبانو په څه باندې دوه نیم کالو کې د افغانانو ټولې مدني ازادۍ تر پښو لاندې کړې دي. طالبانو خلکو ته خبرداری ورکړی چې پر وړاندې د هېڅ ډول اعتراضي او انتقادي فعالیت اجازه نه لري.
تازه د افغانستان د بشري حقونو وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنټ ویلي چې په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت ناوړه شوی دی او په خبره یې، د هېواد نیمايي وګړي له خپلو انساني حقونو بې برخې شوي دي.