۸صبح، کابل: د ښځو حقونو یوې فعالې منیژې صدیقي ته نږدې سرچینې وايي چې طالبانو هغه له شاوخوا اووه میاشتني بند وروسته خوشې کړې ده.
د افغان معترضو ښځو خودجوشه غورځنګ غړې لیلا بسیم ۸صبح ورځپاڼې ته منلې چې منيژه صدیقي شنبه د وري پر ۱۸مه له پلچرخي زندانه ازاده شوه.
د نوموړې په خبره، منيژه صدیقي له ۵۰۰ نورو بندیانو سره له بنده خوشې شوې ده.
تر دې دمه د مېرمن صدیقي د روغتیايي وضعیت په اړه معلومات نه شته.
د یادولو ده چې منیژه صدیقي پروسږکال د تلې پر ۱۷مه طالب استخباراتي ځواکونو د هبتالله اخوندزاده انځور ته د اور ورته کولو په تور نیولې وه.
نوموړې تېره اوونۍ په پلچرخي زندان کې له یو شمېر رسنیو سره خبرو کې ویلي و چې په زندان کې شکنجه شوې نه ده.