۸صبح، کابل: د بشری حقونو یوه ایرانۍ فعاله مسیح علي نژاد د طالبانو لخوا د نجونو پر زده کړو د بندیز په غبرګون کې ویلي، چې د ښځو ضد رژیمونو پر وړاندې باید مبارزه وشی.
نوموړې پنجشنبې د مرغومي په لومړۍ نېټه د افغانستان د هغو ښځینه محصلینو د ویډیو کلیپ په خپرولو سره چې پوهنتون ته له ننوتلو منع شوې، لیکلي: «د ښځو ضد رژیمونه، که طالبان، یا د ایران اسلامي جمهوریت او یا داعش دي، یو مشترک څه لري: دوی له ښځو څخه کرکه لري.»
د هغې په وینا د دغو رژیمونو پر وړاندې باید مبارزه وشي.
دا پداسې حال کې ده چې د طالبانو وروستۍ پرېکړه چې د نجونو پر زده کړو یې بندیز لګولی له پراخو کورنیو او نړیوالو غبرګونونو سره مخ شوې ده.
تر دې وړاندې هم یو شمېر کورنیو او بهرنیو شخصیتونو او د بشري حقونو سازمانونو د طالبانو دغه پرېکړه غندلې ده.