امریکا اوکراین ته ترټولو پرمختللی هوايي دفاعي سیستم ورکوي

د راپورونو له مخې امریکا به اوکراین ته د «پټریوټ» په نوم خپل ترټولو پرمختللی هوايي دفاعي سیستم ورکړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن پنجشنبه د ډسمبر پر ۲۲ وویل: «د دې مرستې یوه برخه کې د لومړي ځل لپاره د پیټریوټ هوايي دفاع سیستم شامل دی چې کولای شي کروز توغندي، لنډ واټن ویشتونکي بالستیک توغندي او همدارنګه په لوړه فضاء کې الوتکې په نښه کړي.»
هغه زیاته کړه چې اوس به واشنګټن یو له دغو ګرځنده توغندیو دفاعي سیستم کیيیف ته ورکړي؛ هغه هم په داسې حال کې چې اوکراین د مسکو له خوا له ترټولو سختو بریدونو لاندې دی.
د یادونی وړ ده، چې له دې نوې پوځي مرستې سره به له روسيې سره د اوکراین د شخړې له پيل راهيسې له دې هېواد سره د امريکا د ټولو پوځي مرستو کچه ٢١.٣ ميليارد ډالرو ته ورسېږي.