په بغلان کې یو شمېر نجونې چې د طالبانو د بندیز له امله له پوهنتون او ښوونځي پاتې دي، وايي چې له ناچارۍ یې غالۍ اوبدلو ته مخه کړې ده. هغوی ټينګار کوي چې د غالۍ اوبدل دروند کار دی او د دې وس نه لري چې په خبره، هره ورځ پر غالۍ اوبدلو بوختې وي. د دغو نجونو په خبره، د ښوونیزو بنسټونو له تړل کېدو او د کورنیو اقتصادي تنګسیا اړې کړې دي چې په وینا یې، سختي وګالي.
په بغلان کې یو شمېر نجونو د ښوونځيو او پوهنتونونو له تړل کېدو وروسته غالۍ اوبدلو او نورو درنو کارونو ته مخه کړې ده. له زدهکړو پاتې نجونې وايي چې څه باندې دوه کاله بېبرخلیکه وې او د ښوونځيو او پوهنتونونو دروازو د پرانېستلو تمه یې لرله؛ خو په خبره یې، اوس ناهیلې شوې دي او له ناچارۍ یې غالۍ اوبدلو ته مخه کړې ده.
دا نجونې زیاتوي چې د غالۍ اوبدل دروند کار دی؛ خو په خبره یې، له زغملو پرته بله چاره نه لري. د دغو نجونو په وینا، که له یو پلوه غالۍ اوبدل دروند کار دی، له بلې خوا پام وړ ګټه هم نه لري؛ ځکه د دوی په ټکو، قراردادي شرکت یې محصولات په کمه بیه پېري.
سما چې د یوولسم ټولګي زدهکوونکې وه او اوس غالۍ اوبدي وايي: «درس نه شته، نه شو کولای چېرته لاړې شو، اړې یو په ډېرې کمې ګټې قالینبافي وکړو. نجونې اړې دي. غالۍ اوبدل ډېر دروند کار دی، زموږ له وسه پورته کار دی، شپه او ورځ کار کوو او ډېرې ستړې کېږو.»
له زدهکړو پاتې یوه بله نجلۍ زهرا وايي: «د شرکتونو له سوداګرو غواړو د غالیو بیې پورته کړي. موږ له یو متر وطنۍ غالۍ څخه له ۱۷۰۰ تر ۱۹۰۰ افغانیو پورې ناڅېزه ګټه ترلاسه کوو او باید بیه یې تر ۲۵۰۰ افغانیو پورې وي.»
په بغلان کې غالۍ اوبدونکي وايي چې د اوبدلو ستونزو ترڅنګ په دغه ولایت کې د غالۍ اوبدونکو نجونو او ښځو بله ستونزه د اومه توکو کمی دی چې د ډېرو ستونزو له ګاللو وروسته یې په کابل کې پېري.
په بغلان کې د غالۍ اوبدونکو اتحادیې مسوولان وايي چې دمګړۍ په دغه ولایت کې له ۶۰۰ ډېرې کورنۍ په غالۍ اوبدلو بوختې دي او له دې لارې د ژوند اړتیاوې پوره کوي. د هغوی په خبره، د بازار نشتوالي او وطنۍ غالۍ ټیټې بیې بیا په بغلان کې د غالۍ اوبدونکو لویې ستونزې ګڼل کېږي.
د دغې اتحادیې مسوولان چې نه غواړي په راپور کې یې نوم راشي ټينګار کوي چې سوداګر او شرکتونه یو متر غالۍ په ۱۷۰۰ افغانیو پېري او بیا یې په کابل کې په شاوخوا درې زره افغانیو پلوري.
په تېرو څه باندې دوو کلونو کې له ښوونځي او پوهنتونه د نجونو له محرومېدو وروسته زرګونه زدهکوونکې او محصلانې له ناڅرګند برخلیک سره مخ شوې دي. د دوی ډېریو یې له ناهیلۍ وروسته درنو کارونو ته مخه کړې ده. هغه نجونې چې غالۍ اوبدلو ته یې مخه کړې، وايي چې د دې کړاوونو په زغملو سره غواړي د خپلو ذهني ستونزو د یو څه کمولو په خاطر د راټول شويو کړاونو او دردونو اوبدنه وکړي.
له زده کړو پاتې نجونو سربېره، ډېری ښځې هم د طالبانو له خوا له کاربندیز وروسته د خپلو کورنیو د ملاتړ لپاره غالۍ اوبدلو او نورو درنو کارونو ته مخه کړې ده؛ هغه کړاو چې په خبره یې، درد یې ډېر او ګټه یې کمه ده.
نجونې او ښځې داسې مهال د غالۍ له ټيټدو بیو سر ټکوي چې د طالبانو په خبره، دمګړۍ نورو هېوادونو ته د افغانستان غالۍ په خپل نوم صادرېږي. هغوی ادعا کړې چې له دې وړاندې د افغانستان غالۍ د پاکستان په نوم نړیوالو بازارنو ته تللې.