۸صبح، کابل: طالبانو اعلان کړی چې د علماوو ناسته نن پنجشنبه د چنګاښ پر ۹ کابل کې د لویې جرګې په خیمه کې پيل شوې ده.
خو دغه ناسته د ښځو د ګډون د نشتوالي له امله له ډېرو کورنیو او بهرنیو نیوکو سره مخ شوې ده.
د بشري حقونو د څار بنسټ د ښځو برخې مسوولې، هیدر بار په یوه ټویټ کې د علماوو په ناسته کې د ښځو پر نشتوالي په نیوکې ویلي چې ټاکل شوې ۳ زره نارینه د ښځو په اړه پرېکړه وکړي.
تېره ورځ د طالبانو د رییس الوزرا مرستیال، عبدالسلام حنفي د علماوو په ناسته کې د ښځو د ګډون په اړه د پوښتنې په ځواب کې وویل، چې نارینه به د خپلو میندو او خویندو پرځای په ناسته کې ګډون وکړي.