۸صبح، کابل: د بشري حقونو د څار بنسټ د ښځو څانګې مشرې هیدر بار طالبانو ته د ملګرو ملتونو چارواکو او د ځینو هېوادونو د ډیپلوماتانو له لوري د «واقعي چارواکو» پر خطاب نیوکه کړې ده.
هغې دغه دا څرګندونې جمعه د کب پر ۱۸مه په خپله اېکس پاڼه کې کړي او دا یې یوه کوچنۍ؛ خو اړینه مسله بللې ده.
نوموړې لیکلي: «یو کوچنی؛ خو اړین کار چې ډیپلوماتان، مرستندویه کارکوونکي او د ملګرو ملتونو او یوناما چارواکي یې باید ترسره کړي، هغه دا دی چې طالبان واقعي چارواکي ونه ګڼي.»
بار ویلي چې د دې مسلې په رعایت سره بايد د ملګرو ملتونو چارواکي، مرستندويه ادارې او هېوادونه وښيي چې د افغانستان ښځو ترڅنګ ولاړ دي.
د بشري حقونو د څار بنسټ د ښځو څانګې مشره په دې باور ده چې طالبانو ته د واقعي چارواکو خطاب، دا ډله عادي کوي.
دا څرګندونې د مارچ پر اتمه د ښځو نړۍوالې ورځې په مناسبت مطرح شوې دي.
د ملګرو ملتونو ځینې چارواکي، مرستندویه بنسټونه او د یو شمیر هېوادونو ډیپلوماتان په خپلو اعلامیو کې طالبان د «اوسني چارواکو»، «حقیقي حاکمانو» او ان «افغان چارواکو» په توګه یادوي.