۸صبح، روزګان: په روزګان کې ځایي سرچینو خبر ورکړی، چې په دغه ولایت کې د یوه د ماین چاودنې له امله یو ماشوم وژل شوی او یو بل ټپی دی.
د روزګان د امنیې قوماندانۍ ویاند اغاولي قریشي وویل، چې دغه پېښه شنبه د وري پر ۲۷، په دیک سیمه کې شوې ده.
د قریشی په وینا، دغه ماین له تېرو جګړو څخه پاتې شوی و او د ماشومانو د لوبو پر مهال چاودېدلی دی.
په تېرو میاشتو کې په افغانستان کې د ماین د چاودنې پېښې زیاتې شوې دي. د ملګرو ملتونو سازمان د شمېرو له مخې، په تېرو ۷ میاشتو کې څه دپاسه ۷۰۰ ماشومانو ته د ماینونو د چاودنې له امله مرګژوبله اوښتې ده.