په ځینو ولایتونو کې د پوهنتونونو د حضوري زدهکړو له پلېدو سره سم د لوړو زدهکړو وزارت پوهنتونونو کې د استادانو او محصلانو د حضور او جامو په تړاو نوي دستورونه صادر کړي دي. د لوړو زدهکړو وزارت په نوې کړنلاره کې چې ۸صبح ورځپاڼې ته رسېدلې راغلي، استادان، اداري کارکوونکي او د پوهنتونونو او د لوړو زدهکړو موسسو محصلین د ملي جامو په اغوستلو مکلف شوي دي. که څه هم دې طرح کې نه ده روښانه شوې، چې ملي جامې هماغه کالي او پرتوګ دی که بل څه. په دې کړنلاره کې راغلي، چې اداري کارکوونکي او محصلان دې سیرت او صورت د اسلامي شریعت مطابق برابر کړي؛ خو په دې تړاو هم جزییات نه دي ورکړل شوي.
د لوړو زدهکړو وزارت په دې کړنلارې د ځينو استادانو او محصلانو غبرګون راپارېدلی. د البیروني پوهنتون پخواني استاد یعقوب یسنا د لوړو زدهکړو وزارت د دغې طرحې په غبرګون کې ویلي، چې دا فردي ازادي سلبوي او پر استادانو او محصلانو د فشار یوه وسیله ده. نوموړي ۸صبح ورځپاڼې ته د لوړو زدهکړو وزارت د دغې پرېکړه موخه تېښتې ته د شته استادانو اړ کول او د خپلو کسانو ځای پرځای کول یاد کړل. نوموړي زیاته کړه: «کله چې استادان او محصلان د ځانګړو جامو پر اغوستلو مکلف وي، دا د هغوی خصوصي ازادي تر پښو لاندې کولو په مانا ده. نن ملي جامې وايي، سبا لونګۍ او ږیره هم ورزیاتوي. د اوسني حکومت چارواکي غواړي، استادان تېښتې ته اړ کړي، تر څو خپل کسان په پوهنتونونو کې ځای پرځای کړي.»
د لوړو زدهکړو وزارت په نوې کړنلاره کې پر خبریالانو او رسنیو هم قیودات وضع شوي دي. د دې طرح له مخې، هېڅ خبریال د پوهنتون له چارچاپېره د تصویر اخیستلو او د دولتي پوهنتون له استادانو او اداري کارکوونکو سره د مرکې حق نه لري. یسنا له رسنیو او خبریالانو سره د پوهنتون استادانو او کارکوونکو د مرکې په غبرګون کې وویل: «دا پر پوهنتون د فشار وسیله ده؛ ځکه اوسنی حکومت غواړي، پوهنتون کې چې څه غواړي هماغه وکړي. سبا که کوم استاد وشړي، رسنیو ته وايي، دا خبر په پوهنتون پورې اړه لري، د خپراوي حق يې نه لرئ.»
ورته مهال د لوړو زدهکړو وزارت پخوانی ویاند او د پوهنتون استاد حامد عبیدي وویل، چې د پخواني حکومت پر مهال هم خبریالان له اجازې پرته پوهنتون ته د تصویر اخیستلو او مرکې په موخه نه شوای تللی. نوموړي ټينګار وکړ، چې د پخواني حکومت دا چاره له خبریالانو او لوړو زدهکړو وزارت سره د ښو اړیکو جوړولو په مانا وه. عبیدي زیاته کړه، که د لوړو زدهکړو وزارت نوې کړنلاره خبریالان او رسنۍ د پخوانۍ لایحې خلاف په هېڅ صورت پوهنتونونو ته د تګ اجازه ونه لري، دا اقدام د بیان ازادي زندۍ کولو او د محصلانو غږ غلي کولو په مانا ده.
له بلې خوا ځینې محصلان هم د تازه محدویتونو وضع کول د منلو وړ نه بولي. د یوه دولتي پوهنتون د ژورنالیزم پوهنځي محصله فرخندې محبي ۸صبح ورځپاڼې ته وویل، د رسمي جامو اغوستل د افغانستان دود او دستور د سپکولو په مانا نه دی، بلکې د ښو اړیکو جوړولو په موخه د بېلابېلو کلتورونو د منلو ښکارندوي کوي. نوموړې له اوسني حکومت څخه غوښتنه وکړه، چې لږ تر لږه دې پر زدهکړو کړۍ نه تنګوي.
د لوړو زدهکړو وزارت یوه بله کړنلاره هم چې څو ورځې وړاندې رسنیو ته رسېدلې وه، په پوهنتونونو کې پر بشپړ جنسیتي بېلوالي ټينګار شوی و. د دغې کړنلارې له مخې به نجونې محصلینې له نویو محدویتونو سره مخامخې شي. د دې طرحې له مخې نجونې او هلکان په بېلو ټولګیو کې زدهکړې کوي. محصلان، استادان او اداري کارکوونکې دې پوهنتون ته په حجاب کې راشي. دا حجاب باید «تور، ساده او ارت وي، چې ټول بدن وپوښي.» دغه راز هغوی ته ارایش هم منع دی. د دغې کړنلارې له مخې، نجونو محصلانو ته یوازې ښځینه استادانې درس ورکولی شي او د کمبود په صورت کې به نارینه استادان په موقتي توګه درس ورکوي.
د دغې طرحې پر بنسټ، د لوړو زدهکړو وزارت پرېکړه کړې، چې زیاتې مېرمنې پوهنتون کې د تدریس په موخه وګوماري؛ ځکه د دغه وزارت په خبره، د دولتي پوهنتونونو یوازې لس سلنه استادان ښځې دي.
په دې هکله مو وغوښتل د لوړو زدهکړو نظر هم واخلو؛ خو د په پرله پسې هڅو وروسته هم ونه توانېدو.
د یادونې وړ ده، چې په ګرمسېرو سیمو کې پوهنتونونه پرانیستل شوي او تمه ده، د روانې میاشتې په اوومه په سړو سیمو کې هم پرانیستل شي.