د افغانستان ملي دفاع وزارت وايي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په ۱۵ ولايتونو کې د افغان امنيتي او دفاعي ځواکونو سره په جګړه کې ۲۳۴ طالب جنګيالي وژل شوي او ۱۰۳ تنه يې ټپيان شو دي.
د ياد وزارت لخوا په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي چې، په همدې موده کې همداراز د طالبانو يو اندازه وسلې او مهمات هم د امنيتي او دفاعي ځواکونو لاسونو ته ورغلي دي.
خبرپاڼه زياتوي، دغه طالبان د هېواد لوګر، ننګرهار، پکتیکا، خوست، کندهار، زابل، فاریاب، بلخ، سمنګان، هلمند، تخار، بغلان، پروان، کندز او کابل ولایتونو کې وژل شوي او ټپيان شوي دي.
په ورته وخت کې په افغانستان کې د جګړې د ګرمېدو او د يو شمېر ولسواليو سقوط په غبرګون کې د امريکا دفاع وزارت ويلي چې امريکايي قوماندانان د افغانستان وضعيت په ورځيني ډول څاري.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستيو کې د هېواد په ګوټ ګوټ او په ځانګړي ډول شمالي او شمال ختيځو ولايتونو کې د افغان امنيتي او دفاعي ځواکونو او طالب وسله والو ترمنځ جګړو زور اخيستی او ګڼ شمېر هېوادوال له دې امله اندېښمن دي.
د راپورونو له مخې د تېرو څو اونيو پر مهال د هېواد په شمال کې له ۴۰ پورته ولسوالۍ د طالبانو لاس ته لوېدلي دي خو په ورته وخت کې ملي دفاع وزارت د ځينو ولسواليو د بېرته نيولو په اړه خبر ورکړی دی. ملي دفاع وزارت خبر ورکړ چې د بلخ ولايت بلخ ولسوالۍ تېره شپه د افغان امنيتي او دفاعي ځواکونو او طالبانو ترمنځ له يوې جګړې وروسته د افغان دولت لاسونو ته ورغلې ده او طالبانو له شتونه پاکه شوې ده.