د هند لومړی وزیر نریندرا مودي، له پاکستان سره د خپل هېواد د اړیکو په اړه وايي، اسلام اباد دنده لري چې له ترهګرۍ او دښمنۍ پاک چاپېریال رامنځته کړي.
مودي، چې د ۷ بډایه هېوادونو د ډلې په سرمشریزه کې د ګډون په موخه جاپان هیروشیما ته تللی، دا خبره د جمعې په ورځ (د می په ۱۹ مه) له یوې جاپانۍ ورځپاڼې (نیکی اسیا) ته کړې.
د هند لومړي وزیر ټینګار کړی، چې هېواد یې له پاکستان سره «عادي او د ګاونډیتوب» اړیکې غواړي.
مودي له چین سره د خپل هېواد د اړیکو په اړه وویل: «په سرحدي سیمو کې سوله او ارامي، له چین سره د دوه اړخیزو عادي اړیکو لپاره اړینه ده.»
هغه پدې باندې ټینګار وکړ، چې د هند حاکمیت او وقار ساتلو ته ژمن دی، خو زیاته یې کړه چې له بیجینګ سره د نوي ډیلي د اړیکو راتلونکی به یوازې د متقابل احترام، متقابل حساسیت ته پامساتلو او متقابلو ګټو پر بنسټ وي.
مودي زیاته کړه چې هېواد یې په تېره یوه لسیزه کې، د نړۍ له لسم لوی اقتصادي ځواکه، په پنځم لوی اقتصاد باندې بدل شوی او په راتلونکو ۲۵ کلونو کې د اقتصادي پرمختګ تکلارې ته دوام ورکوي.
هند او پاکستان د دوو ګاونډیو هیوادونو په توګه، د ترینګلتیا ډکې اړیکې لري.
په دې وروستیو کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري، له دولسو کلونو وروسته، ددغه هېواد د لوړ پوړي دولتي چارواکي په توګه، د شانګهای د همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې د ګډون لپاره هند، ته تللی و.