۸صبح، کابل: هندي رسنۍ اینډین اکسپرس راپور ورکړی، چې شاوخوا ۱۰۰ افغان هندوان او سیکان د هند ویزو ترلاسي ته په تمه دي.
د کابل ګوردواره د مدیریت کمېټې رییس ګورنم سینګ راجوانشي دغې رسنۍ ته ویلي، چې د هغوی ۱۰۰ کسان خپلو کورنیو ته د ویزو بشپړېدو ته په تمه دي؛ تر څو له افغانستان څخه ووځي.
نوموړی چې جمعه د زمري پر ۲۱ د خپلې کورنۍ له پنځو غړو سره هند ته رسېدلی وايي، زوی یې د هغو کسانو په ډله کې دی، چې د هند الکترونیکي ویزې ته په تمه دی.
د نوموړي په خبره، «وضعیت دومره نارامه دی، چې نه شو کولای د کورنۍ غړي په ځانګړې توګه خپلې مېرمنې او ماشومان یوه دقیقه هم هلته پرېږدو.»
هغه زیاته کړې: «موږ هلته [افغانستان] کې زېږېدلي یو، هلته لوی شوي یو، هلته کور لرو؛ خو ان ګومان هم نه شو کولای، چې بېرته به هلته ستانه شو.»
له تېرو څو کالو راهیسې افغانستان کې په قومي او مذهبي لږکيو بریدونه شوي دي.
له دې وړاندې هندي دولت اعلان کړی و، هغو افغان سیکانو او هندوانو ته پناه ورکوي، چې غواړي له افغانستانه ووځي.