یوې عربي رسنۍ راپور ورکړی چې په غزه کې د اوربند هوکړې ته د رسېدو هڅو د دوام لپاره د مصر استخباراتي ادارې مشر عباس کامل په مشرۍ له قاهرې څخه یو پلاوی تل ابیب ته سفر کوي.
العربي الجدید رسنۍ د مصر حکومت د یوې رسمي سرچینې په حواله راپور ورکړی چې ټاکل شوې دغه سفر جمعه د اپرېل پر ۲۶مه ترسره شي او موخه یې په غزه کې د برمته شویو بندیانو د تبادلې او اوربند په هکله د خبرو اترو دوام دی.
یوې سرچینې رسنیو ته ویلي چې مصري پلاوی غواړي د بېلابېلو هېوادونو له غوښتنې سره سم پر رفح د اسرائیل د یرغل مخنیوی وکړي او همدغه موضوع د نن ورځې د خبرو اترو مهمه برخه جوړوي.
عباس کامل به د دغه سفر په ترڅ کې د موساد له مشر ډیویډ برنیا او د اسرائیل د امنیت شورا له مشر هاتزاچيهانګبي سره د مصر د ځنډېدلي وړاندیز په هکله خبرېاترې وکړي.
د سرچينې په وینا، د مصر په نظرونو کې غزې ته د جنګځپلو کډوالو راستنېدل، د اسرائيلي پوځ وتل او د بنديانو تبادله شامله ده.
د العربیه الجدید سرچینې همداراز د حماس په حواله د دغو هڅو هرکلی کړی او د دې لیدنې له شرایطو او اصولو سره یې مخالفت نه دی ښودلی.
ورته مهال، د راپورونو پر بنسټ، اسرائیل د رفح پر ښار برید ته تیاری نیسي، هغه سیمه چې میلیونونه جنګځپلو پکې پناه اخیستې او له بشري ناورین سره مخ دي.
د اسرائیل او حماس ترمنځ جګړه شپږ مياشتنۍ شوه چې تر اوسه پکې تر ۳۳ زره ډېر کسان وژل شوي او ۷۰ زره نور ټپيان دي.