د امريکا په پلازمېنه واشنګټن کې امنيتي چارواکي وايي چې په دغه ښار کې د بريدګرو د ډزو په پايله کې يو کس وژل شوی او پنځه نور ټپيان دي.
د ګارډین ورځپاڼې د راپور پر بنسټ دا پېښه چهارشنبه د اپریل پر ۱۰مه ماښام ۶:۱۰ هغه مهال رامنځته شوې چې دوو بریدګرو پر خلکو ډزې کړي دي.
د راپور له مخې، په ټپيانو کې دوه ۹ او ۱۲ کلن ماشومان شامل دي.
ورته مهال د واشنګټن پولیسو د هغه موټر لپاره عمومي خبرتیا چې ګومان کېږي وسلهوال پکې سپاره دي، خپره کړې ده.
له تېرکال راپدېخوا د امریکا په بېلابېلو ښارونو کې د ډزو په پېښو شمېر زیاتوالی راغلی.
د ویلو ده چې د روانې اوونۍ شنبه هم د امریکا په فلوریډا ایالت کې د یو وسلهوال په ډزو کې دوه کسان وژل شوي او د یو پولیس په ګډون اووه نور ټپیان شوي دي.