۸صبح، کابل: د طالبانو بهرنیو چارو وزارت سرپرست په کابل کې د ایټالیا سفارت شارژدافیرې سره په کتنه کې ویلي چې طالبان له ټولو هېوادونو سره متوازنې اړیکې غواړي او د تعامل دروازې یې د ټولو هېوادونو پر مخ پرانېستې دی.
د طالبانو بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ضیااحمد تکل چهارشنبه د وري پر لومړۍ نېټه د امیرخان متقي او په کابل کې د ایټالیا سفارت شارژدافیرې نتالیا کانتیوالا او د دغه هېواد ځانګړي استازي جان فرانکو پیتروزیلا ترمنځ د کتنې خبر ورکړی دی.
په دې کتنه کې متقي زیاته کړې چې لویدیځ هېوادونه هم کولای شي د نورو هېوادونو په څېر له طالبانو سره تعامل ته راوړاندې شي.
له دې وړاندې په کابل کې د ایټالیا سفارت شارژدافیرې د طالبانو د رییسالوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي سره هم لیدلي و.
څه موده وړاندې د طالبانو عامې روغتیا وزارت سرپرست قلندر عباد له کانتیوالا سره په کتنه کې له هغې غوښتي و چې ایټالیا په افغانستان کې د «سرطاني ناروغیو د تشخیص» یو مرکز جوړ کړي.