۸صبح، بادغیس: په بادغیس کې ځايي سرچینې وايي چې په دغه ولایت کې پلار خپله اووه کلن لور وژلې ده.
سرچینې وايي چې دا پېښه سهشنبه د کب پر ۲۹مه د بادغیس مرکز قلعهنو د درېیمې ناحیې په اړوند سیمه کې شوې ده.
تورن نظامالدین نومېږي.
د سرچینو په خبره، دغه سړي لومړی خپل لور وهلې ټکولې او روسته یې وژلې ده.
د دې پېښې انګېزه څرګنده نه ده.
ورته مهال په بادغیس کې د طالبانو له منځه یوې سرچینې ۸صبح ورځپاڼې ته د دې پېښې پخلی کړی دی.
دا په داسې حال کې ده چې پروسږکال د فاریاب په بلچراغ ولسوالۍ کې هم یو سړی خپله لور وژلې وه.