ننګرهار: د طالبانو له پټنځایه د ځانمرګو واسکټونه ترلاسه شوي

زمان سهيل

ننګرهار کې د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو د طالبانو له پټنځایه دوه د ځانمرګو واسکټونه ترلاسه کړي.

د ځانګړو ځواکونو د مطبوعاتو دفتر ۸صبح ته وویل، د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو «۰۲» قطعې د دې ولایت نازیانو ولسوالۍ «ژۍ کلي» سیمه کې د طالبانو پر پټنځای عملیات کړ دي.

یاد دفتر وایي، د دغو عملياتو په پايله کې يې د دوه د ځانمرګو بریدګرو واسکټونه ترلاسه کړي، چې له چاودیدوونکو توکو ډک ؤ.

د عملیاتو پر مهال د طالبانو پټنځای هم له منځه وړل شوی.

وسله والو طالبانو لا تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي.

نازیان ننګرهار کې د ډیورنډ فرضي کرښې ته څېرمه ولسوالۍ ده، چې د ملي امنیت د معلوماتو په اساس له هغې غاړې ګڼ شمېر وسله وال دې خوا د جګړې لپاره را اوړي.

ورته لیکنې

Back to top button