د طالبانو له بیا واکمنیدو سره، د دوی نالیدل شوي مشر ملا هبت الله اخندزاده چې کله د افغانستان اداري نظام او جوړښتونه پر خپلو ملایانو، جنګیالیو او نورو نفوذي کسانو وېشل، د ملي المپیک کمېټه او د بدني روزنې لوی ریاست یې سره مدغم او د خپلې ډلې یو مشهور مطبوعاتي مبلغ، (نظرمحمد مطمئن) یې د واکمن په توګه وګماره.
مطمئن، د هلمند ولایت اوسیدونکی دی، چې د طالبانو په تېره واکمنۍ کې «شریعت غږ» په نوم د جوړې شوې سیمهییزې راډیو مشر و. او ورسره هم مهاله د کابل پوهنتون له انجینرۍ پوهنځي د فراغت سند ورکړل شوی و.
هغه په پاکستان کې د طالبانو د تېرې واکمنۍ د سفیر، ملا عبدالسلام ضعیف د ډلې غړی دی، چې د طالبانو د لومړني رژیم له نسکوریدو وروسته یې، په کابل کې د ملاضعیف له بیا څرګندیدو سره د هغه د یوه مهم ارتباطي کس رول لوباوه.
د جمهوري نظام په لومړیو کلونو کې، چې طالبانو بیا د افغانستان له سویله سرپورته کاوه، نړیوالو موسسو او انجوګانو ته په دغو ولایتونو کې، د فعالیتونو ترسره کول ستونزمن وو. دوی اکثرو د خپلو فعالیتونو د خوندیتوب لپاره، په کابل کې د ملاعبدالسلام ضعیف کورته، خپل ارتباطي کسان لیږل. ضعیف هغوی له نظرمحمد مطمئن سره معرفي کول.
وېل کېږي، چې مطمئن د خپلې ارتباطي شبکې له لارې په سویلي ولایتونو کې، مرسته غوښتونکو موسسو او انجوګانو ته په سویلي ولایتونو کې، د پروژو د یوې معلومې فیصدۍ په مقابل کې، د فعالیت اجازه او همکاري مساعدوله!
نظرمحمد مطمئن ددې ترڅنګ د کابل په بګرامیو ولسوالۍ کې د «افغان دارالعلوم» په نوم د ملاضعیف مدرسې ته، د روزل کیدونکو او روزل شویو ځانمرګو بریدګرو په لېږد رالېږد کې هم مهم رول درلود. هغه له ۲۰۱۰ څخه وروسته، چې طالبانو دده د نقش لوبولو لپاره نور کسان پيدا کړي ول، هغه ته په مطبوعاتي فعالیتونو کې دنده وسپارله. ده سربېره پردې چې د ملاضعیف د کتابونو د لیکلو او چاپ په پروژه کې همکاري وکړه، په افغانستان کې د طالبانو د تبلیغاتي مرکزونو په رامنځته کولو کې هم مهمه ونډه لرله.
(د ملاضعیف د کتابونو د پروژې په اړه د ۸ صبح دا مهمه مقاله هم باید ولوستل شي: https://8am.media/ps/the-taliban-who-say-that-the-taliban-government-has-dangerous-consequences/ )
د انجینرۍ سند لرونکي مطمئن، د احمد وحید مژده، محمد حسن حقیار او ځینو نورو پخوانیو طالب مطبوعاتي فعالانو په ملتیا وکولای شول، چې په کابل کې، د طالبانو یوه تبلیغاتي هسته او شبکه رامنځته او په منظم ډول رسنیو او خواله رسنیو کې حضور او نفوذ پيدا کړي.
د مطمئن او ملګرو ددغو هڅو تر شا یې، د نظام دننه ډلو، د سیمې او نړۍ استخباراتو هم همکاري کوله. له هېواد دننه ډلو څخه په دې برخه کې، د یوه تنظیمي مشر انجینر احمد شاه احمدزي، د ګلبدین حکمتیار د حزب اسلامي ډلې د ځینو ملګرو او جمیعت اصلاح او نورو همفکره ټولنو همکاري، د یادونې وړ ده.
انجینر احمد شاه احمدزی، چې پر افغانستان د امریکا له برید وروسته یې ایران سره هم نیږدې اړیکې جوړې شوې وې، له ۲۰۱۲ څخه وروسته یې د دغه هېواد په تمویل په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د پوځي اډو د مخالفت جبهه جوړه کړه. په دغه جبهه کې له نوموړي سره د ګلبدین حکمتیار د حزب اسلامي ډلې یو شمېر پخواني فعالان، د جمیعت اصلاح ټولنې او نورو افراطي ډلو سرلارو ملتیا کوله.
په کابل کې د طالبانو تبلیغاتي ډلې له دغې ایران پلوه جبهې سره نیږدې اړیکې لرلې. د حزب اسلامي حکمتیار څخه: حاجي فرید، محمد زمان مزمل، له طالبانو څخه: وحید مژده، نظرمحمد مطمئن او له جمیعت اصلاح څخه د دغې ټولنې یو شمېر مشران، په نوموړې جبهه کې شامل ول.
اوس، چې طالبان واک ته رسیدلي او د افغانستان د المپیک او بدني روزنې سره مدغم شوې اداره، نظرمحمد مطمئن ته سپارل شوې، هغه له دغې ملي ادارې څخه عیناً د هماغې ایران پلوې جبهې میراث دار جوړ کړی.
مطمئن دغې ادارې ته د ځان په شان طالب مبلغان په مختلفو برخو کې چارواکي کړي او د افغانستان په ورزشي ادارو کې یې طالبیزم او افراطیت ته ژمنتیا، پر تخصص او کاري وړتیاوو برلاسی کړی.
د بېلګې په توګه: مطمئن د طالبانو یو پخوانی تبلیغاتي فعال (داد محمد ناوک) د المپیک ملي کمېټې د خپرونو رئیس ټاکلی. ناوک، چې لکه مطمئن په وجود خوار او ژوند کې به یوه ورځ هم ورزش نه وي کړی، ګومان نه کیږي چې د افغانستان او نړۍ د شلو ورزشي ډولونو نومونه یې زده وي.
د طالبانو یو بل تبلیغاتي فعال (عبدالسلام وزیروال) یې د عربو له مهاجرت او مزدورۍ څخه راوستی او په ننګرهار کې تر خپل واک لاندې ادارې رئیس ټاکلی. د دې ترڅنګ د ایران په تمویل د جوړې شوې جبهې غړی (محمد زمان مزمل) یې له لاسه نیولی وي او په داسې حال کې چې له ادارې سره یې هیڅ کاري تړاو نه لري، هره ورځ ځان سره په ولایتي چکرونو بیایي او ورزشکارانو ته پرې د طالبیزم قصیدې اوروي.
د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان ورزشي ادارې اوس نه یوازې دا چې د پرمختګ له چانسه محرومې شوي؛ بلکې د ټولنې د شاتګ او تباهۍ په مرکزونو هم بدل شوي دي. طالبان او په سر کې یې نظرمحمد مطمئن، له دغو ملي امکاناتو څخه د ځوانانو د طالب جوړولو او افراطیت خورولو لپاره، ابزاري او تبلیغاتي استفاده کوي.
په نورو ولایتونو او برخو کې هم ورزشي ادارو ته داسې چارواکي معرفي شوي، چې ټول عمر یې د ځانمرګو واسکټونه او د چاودنو زېړې بوشکې ستایلي. دوی ورزشکاران، خاصتاً نوي ځوانان طالب کیدو ته هڅوي، د مدنیت او عصري ژوند خلاف تبلیغات ورته کوي او حتا د مسلکي روزونکو په توګه یې داسې افراطي ملایان ورته ټاکلي، چې د افغان ځوانانو ذهنونه تخریبوي او د افغانستان دا پانګه، د افغانستان د تباهۍ او بربادۍ په نوو عاملانو بدلوي.
ښه به وي، چې له افغانستانه وتلي ورزشي څېرې په دې اړه غږ پورته او د نړیوالو ورزشي ادارو پاملرنه جلب کړي.