نوی کال او ۱۴۰۰مه پېړۍ په داسې حال کې پيلېږي چې تېره کابو نیمایي پېړۍ افغان اولس له جګړو، سیاسي کشمکشونو، ناخوالو او مرګونو سره تېره کړه. تېر ۴۳ کاله د افغانستان یو نسل په جګړو کې رالوی شو، جګړې او ستونزې یې وګاللې ډول ډول واکمنۍ او رژيمونه یې وزغمل خو په دې موده کې یوه حکومت هم په پوره اخلاص او صداقت د افغانانو د دغو ناخوالو د پای ته رسولو لپاره مټې راونه نغښتې. که څه هم ښايي چې ډېر بهرني او کورني لاملونه به یې لرل چې دا ناورین تر ننه رارسېدل، خو په خپله افغانان هم تر ډېره ګرم دي ځکه که چېرې افغان سیاستوال او د جګړې لوري په دې موده کې په صادقانه توګه د پردیو له اشارې او فشار پرته په پوره اخلاص سره ناست او ټول مسایل یې د خبرو له لارې مطرح کړي وای نن به موږ هم له نورو اولسونو سره سیال او د پرمختګ او سوکالۍ پر لور به مو ګامونه پورته کړي و. تر ننه په افغانستان کې د حکومتونو او چارواکو ډېره پاملرنه پوځي برخې او جګړې ته ده او د هېواد پر شته امکاناتو سربېره بهرنۍ مرستې هم پر همدې برخه لګول کېږي چې پایله یې يوازې افغانوژنه، بې کوري، معلولیت او ډېرې نورې ناخوالې دي چې ننی افغان ورسره مخ دی.
له هغه وخته چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه لاسلیک شوې له یوې خوا د افغانانو په زړونو کې د جګړې د ختمېدو او تلپاتې سولې د ټینګښت لپاره هیلې راټوکېدلې، خو له بله پلوه په هېواد کې زیاتېدونکي تاوتریخوالي سخت اندېښمن کړي دي ځکه د هر افغان وګړی غوښتنه یوازې د امن او آرامۍ راتلل دي، ټول همدې ته شېبې شمېري چې څه وخت به د جګړې د بندېدو او تلپاتې سولې زېری واوري چې د مرګونو او ناخوالو شاهدان نه وي.
اوس چې یو ځل بیا د سولې لپاره هڅې ګړندۍ شوې او د مسکو او بیا هم په استانبول ښار کې د افغان جګړې د ښکېلو لوریو ترمنځ د ناستو او مذاکراتو فرصت برابر شوی بایده دي چې دواړه لوري نرمښت وښيي او پر دغه ځورېدلي او کړېدلي اولس نور رحم وکړي، د دوی غوښتنو ته پام وکړي، له جګړې لاس واخلي او د تلپاتې سولې او ټیکاو لپاره سره سلا شي. د مسکو ناسته چې د افغان سولې مذاکراتو د چټکتیا په موخه د افغان دولت او طالبانو ډلې د پلاويو په ګډون جوړه شوه دا هم یوه غوره هڅه ده، خو افغانان هیله من دي چې د دواړو لوریو مشران نور نو اجازه ورنه کړي چې هېواد مو د بهرنیانو د سیالیو په ډګر بدل شي. ښه به دا وه چې دا ډول ناستې د ننه په هېواد کې ترسره شوي وای ترڅو افغانان په خپلو کې د بهرنیانو له اغېز او فشار پرته یوه جوړجاړي ته سره ورسېږي. اولس تمه لري چې ټول لوري په دې لاره کې نرمښت وښيي ځکه افغانان نور له جګړې سخت ستومانه شوي دي.
په دې هیله چې نوی کال په افغانستان کې د جګړې او تاوتریخوالي د دایمي پای ته رسېدو او تلپاتې سولې، سوکالۍ او پرمختګ کال وي.
انشاءالله