په مسکو کې د افغان سولې په اړه غونډه جوړه شوه

م. ظ. صمیم

د کب په ۲۸مه نېټه د افغانستان د سولې په اړه په مسکو کې غونډه جوړه شوه. په دغه غونډه کې د ملي روغې جوړې د عالي شورا رئیس عبدالله عبدالله په هېواد کې د روان تاوتریخوالي د زرترزره پای ته رسېدو غوښتنه وکړه.
ښاغلي عبدالله د ناستې ګډونوالو ته په وینا کې له طالبانو وغوښتل وکړي چې دواړه لوري په یوه نوې فضا کې د سولې خبرې پیل کړي.
ښاغلي عبدالله د افغانستان د اسلامي جمهوریت په استازیتوب له طالبانو سره له کوم قید او شرط پرته په هر ډول موضوعاتو خبرو ته چمتووالی وښود، خو ترڅنګ یې د تېرو لاسته راوړنو په ساتنې سربېره، د ټاکنو له لارې د هېواد د سیاسي برخلیک پر رامنځته کېدو ټینګار وکړ.
د ملي روغې جوړې د عالي شورا رییس خبرداری ورکړ چې که د سولې اوسنی فرصت له لاسه ووځي، د هېڅ یوه لوري په ګټه به نه وي.
هغه زیاته کړه چې د افغانستان اسلامي جمهوریت د طالب بندیانو په ازادۍ او په دوحه کې د مخامخ خبرو په پیل سره د جګړې د پای ته رسېدو لپاره هیله من و، خو نه یوازې دا چې جګړه پای ته ونه رسېده، بلکې تاوتریخوالی او هدفي وژنې زیاتې شوې او افغانان هره ورځ قرباني ورکوي.
له بلې خوا، په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر ملا عبدالغني برادر وویل چې افغانان باید پرېښودل شي خپل برخلیک په خپله وټاکي.
هغه د دوحې تړون په عملي کېدو د ټینګار ترڅنګ له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د اوسنیو ستونزو په اواري کې له افغانانو سره مرسته وکړي.
د مسکو غونډې په پیل کې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف هم د افغانستان د شخړې په بین الافغاني او سیاسي حل ټینګار وکړ.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر هیله څرګنده کړې چې د مسکو ناسته د سولې په بین الافغاني مذاکراتو کې له پرمختګ او د افغانستان د ستونزو له اواري سره مرسته وکړي.
لاوروف ټینګار وکړ چې مذاکره او تفاهم په افغانستان کې سولې ته د رسېدو یوازینۍ لار ده.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر وویل چې په افغانستان کې باید د سولې داسې هوکړه وشي چې ټولو لوریو ته د منلو وړ وي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر وویل هېواد یې چمتو دی، د اړتیا پر مهال د افغانانو ترمنځ د سولې خبرو کوربه توب وکړي.
په دغه ناسته کې د ملي روغې جوړې د عالي شورا رییس عبدالله عبدالله، پخواني ولسمشر حامدکرزي، عبدالرشید دوستم، گلبدین حکمتیار، محمدکریم خلیلي، میررحمان رحماني، محمدعلم اېزدیار، محمدمعصوم استانکزي، حبیبې سرابي، متین بېک، سیدسعادت منصور نادري او احمدنادر نادري او د طالبانو ډلې د سیاسي دفتر د مشر ملابرادر په مشرۍ پنځه کسیز پلاوي ګډون کړی و.
د مسکو غونډه د روسیې، امریکا، چین او پاکستان ترمنځ د ترویکا د ناستو دوام دی چې په هرو شپږو میاشتو کې یو ځل کېږي، خو دا ځل یې یوه برخه د افغانستان سولې ته ځانګړې شوې وه.

ورته لیکنې

Back to top button