د شمالي کوریا د توغندیو ازمایښتونو په دوام کې، د سویلي کوریا پوځ وايي چې شمالي کوریا یو ځل بیا څو کروز توغندي توغولي دي.
د رویټرز د راپور پر بنسټ، د سویلي کوریا پوځ د چهارشنبې ورځ، فبرورۍ پر ۱۴مه ویلي چې شمالي کوریا له خپل ختیځ ساحل څخه «څو ناپېژندل شوي کروز توغندي» توغولي دي.
شمالي کوریا هم دوه ورځې وړاندې ویلي و چې د توغندیو د توغولو یو داسې لارښود سیسټم یې ازمایلی دی چې د دوی په دفاعي وړتیاوو کې به د «کیفي تحول» لامل وګرځي.
شمالي کوریا په دې وروستیو کې د سویلي کوریا پر وړاندې بیانیې زیاتې کړي او سئول خپل «اصلي دښمن» ګڼي.
سربیره پر دې، شمالي کوریا هغه دفترونه چې له سویلي کوریا سره د نږدې کېدو او د یووالي پر اړیکو کار کوي، تړلي دي.
بلخوا د فرانسې خبري اژانس نن د خپلو کارپوهانو په حواله ویلي چې د کروز توغندیو ازمایښت د دې لامل شوی چې ټاکل شوې دغه توغندي د اوکراین په جګړه کې د کارولو لپاره روسیې ته واستول شي.
سئول او واشنګټن شمالي کوریا روسیې ته د توغندیو په استولو تورنه کړې ده.
پیونګیانګ او مسکو په وروستیو میاشتو کې خپلې اړیکې پیاوړې کړې دي.