۸صبح، کاپیسا: په کاپيسا ولایت کې د طالبانو استخباراتي ځواکونو په دې ولایت کې د حزب التحریر لس غړي نیولي دي.
سرچینو نن جمعه د سلواغې په اوومه ۸صبح ورځپاڼې ته وویل چې طالبانو دا کسان نهه ورځې مخکې د کاپيسا د مرکز اړوند نوآباد کلي څخه نیولي او تراوسه یې برخلیک نه دی روښانه شوی.
د سرچینو په وینا، دا کسان هغه مهال نیول او زنداني شول چې د ګوندي درس د یوې ناستې لپاره سره راټول شوي وو.
طالبانو او حزب التحریر تراوسه په رسمي توګه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د ویلو ده چې په کاپیسا کې د حزب التحریر غړو د طالبانو د واکمنۍ په لومړیو کې له دې ډلې هرکلی او ملاتړ کړی و؛ خو څو میاشتې وروسته، دغې ډلې د حزب التحریر، جمعیت اصلاح او نجم فعالیت منع اعلان کړ.