د بشري حقونو خپلواک کمېسیون اعلام کړی، چې د جګړو او طالبانو د بریدونو د زیاتوالي له امله، د روان کال په لومړیو درېیو میاشتو کې ۹۵۰ زره تنو خپل کورونه پرې اېښي دي.
د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون د څارنې څانګې کمېشنرې بنفشې یعقوبي، د زمري په دیارلسمه نېټه، په خبري ناسته کې وویل چې په هېواد کې د جګړې د پراختیا له امله ۱۵۸ زره او ۳۹۲ کورنۍ بی ځایه شوې چې د بې ځایه شویو شمېر ۹۵۰ زره تنو ته رسېږي.
د شمېرو له مخې، په تېره یوه میاشت کې (د غبرګولي له ۱۷مې د چنګاښ تر ۱۷مې نېټې) پورې په ۲۵ ولایتونو کې د جګړې له امله ۳۲ زره او ۲۸۴ کورنۍ بې ځایه شوې، چې د بی ځایه شویو شمېر د ۱۳۹۴ لمریز کال په پرتله ۷۴،۸سلنه زیات شوی دی.
آغلې یعقوبي ویلي چې په تېره یوه میاشت کې ۲۹۰ کورنۍ په ننګرهار او کابو سل کورنۍ هم په اروزګان کې بې ځایه شوې دي.
همدارنګه له دوه زره او ۹۰۳ پوښتن لیکونو د ځوابونو له مخې د بې ځایه شویو ۶۸،۱ سلنه هغه خلک دي، چې د جګړو او طالبانو د بریدونو او ۵،۲ سلنه بیا د خوراکي توکو د کمښت له امله د خپلو سیمو پرېښودلو ته اړ شوي دي. ددغه کمېسیون د معلومات پر اساس، یوازې دوه سلنه خلک د طبیعي پېښو له کبله بې ځایه شوي.
آغلې یعقوبي زیاته کړې چې ۹،۵ سلنه خلکو ویلي پنځه کاله کېږي چې بې ځایه شوي او ۳۴،۳ سلنه بیا په بشپړه توګه خپل کورونه له لاسه ورکړي دي. د دغه کمېسیون د شمېرو له مخې، ۱۳،۹ سلنه کرنیز حاصلات د جګړې له امله زیانمن شوي چې خلک یې له اقتصادي ستونزو سره مخامخ کړي دي.
د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د بې ځایه کېدو اصلي لامل، د دولت د مخالفو ډلو په ځانګړې توګه طالبانو له لوري د جګړې زیاتوالی بولي، له نږدې درې زره وګړو ۴۷۵ تنه د طالبانو له خوا زیانمن شوي دي. مېرمن یعقوبي ویلي چې ۹،۴ وګړو ته د افغان امنیتي ځواکونو له خوا زیان رسېدلی دی.
د دغه کمېسیون څېړنې ښیي چې ۸۹،۹ سلنه بې ځایه شوي داسې سرپناه لري چې د اوسېدو پیسې ورکوي او ۴،۷ سلنه بیا په دولتي پنډغالیو کې اوسېږي.
همدارنګه یعقوبي ویلي چې ۷۷،۶ سلنه بې ځایه شوي، په هغو ځایونو کې چې دوی ژوند کوي د آزادۍ او امنیت څخه یې ناراضه دي.
له بلې خوا، ۵۲، ۲ سلنه ماشومان او ځوانان چې د جګړې او بې وزلۍ له امله بې ځایه شوې زده کړې نشي کولی.
همدارنګه د بشري حقونو خپلواک کمېسیون په هېواد کې د جګړی له لوریو غوښتي، چې د اوربند په کولو سره د بې ځایه کېدو ستونزه پایته ورسوي.
دغه کمېسیون د پېښو په وړاندې د چمتووالي په چارو کې د دولت وزارت او د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارته غوښتي، چې بې ځایه شویو ته د مرستو او موقتي استوګن ځایونو په برابرولو کې هڅې وکړي.
همدارنګه د بشري حقونو خپلواک کمېسیون له نړیوالو بنسټونو په ځانګړې توګه د سره صلیب له نړیوالې کمیټې او سرې میاشتې ټولنې غوښتې ناامنو سیمو ته د مرستو رسولو لپاره هڅې وکړي.