۸صبح، فراه: په فراه کې ځایي سرچینې وايي، چې په دغه ولایت کې د یوه سراچه ډوله موټر د چپه کېدو په پېښه کې یو تن مړ او درې نور ټپیان شول.
سرچینې وايي، چې شنبه د زمري پر ۱۵ یو سراچه ډوله موټر چې له نیمروز ولایت څخه فراه ته روان و، په تیوسک سیمه کې چپه شوی دی.
په فراه کې طالبان د دې خبر په تاییدولو سره وايي، چې په دې پېښه کې موټر چلوونکی مړ شوی او درې سپاره کسان ټپیان دي.
د دې پېښې لامل د موټر چلوونکي بې احتیاطي او ګړندی تګ بلل شوی دی.
په دې وروستیو په هېواد کې ترافیکي پېښې زیاتې شوې دي.