۸صبح، فراه: په فراه کې ځايي طالب چارواکي وايي چې په دغه ولایت کې یو ماشوم د زهرو له خوړولو وروسته مړ شوی او دوه نور کسان مسموم شوي دي.
په فراه کې د پشتکوه ولسوالۍ طالب ولسوال عبدالناصر نوراني چهارشنبه د غويي پر ۵مه ویلي چې په مسموم شویو کې یوه ښځه او یوه نجلۍ ده.
نوموړي زیاته کړې چې دا پېښه د پشتکوه ولسوالۍ په ملااباد سیمه کې شوې ده.
د نوراني په خبره، درې واړه د یوې کورنۍ غړي دي.
ویل کېږي چې د مسموم شوې ښځې او نجلۍ روغتیايي حالت نازک دی او روغتیايي مرکز ته وړل شوې دي.
که څه هم د دغې پېښې لامل څرګند نه دی؛ خو طالبان وايي چې هڅه کوي د دغو کسانو له خوا د زهرو خوړولو لامل پېدا کړي.
د یادونې ده چې تېره شپه په دوو جلا پېښو کې په بلخ او بدخشان کې دوو زلمیانو ځانوژنه کړې ده.