۸صبح، هرات: هرات کې ځایي سرچینې وایي، چې په دغه ولایت کې د ترافیکي پېښې له امله یو کس مړ او ۱۰ تنه نور ټپیان شول.
هرات کې سرچینې وایي، چې دغه پېښه چهارشنبه د چنګاښ پر ۸، د هرات ـ تورغونډۍ سړک دشت پروانه سیمه کې داسې مهال رامنځته شوې، چې یو سراچه ډوله موټر له تخنیکي ستونزې سره مخ شو او له ټونس موټر سره ولګېد.
د هرات ـ تورغونډۍ سړک یو ډېره ګڼه ګوڼه لرونکې لار ده، چې کله ناکله پکې ترافیکي پېښې وګړي قرباني کوي.